د افغانستان د تېر جمهوري نظام ډيپلومات او په ملګرو ملتونو کې د د دې هېواد پخوانی دایمي استازی٬ محمود صیقل پر ایکسپاڼه وویل، د افغانستان کورنۍ سیاسي ګډوډي او د بهرني سیاست ننګونې له یو بل سره ژور تړاو لري او د منظم کورني سیاست پرته د دغو ستونزو حل ناشونی برېښي.
هغه وايي، د افغانستان په اړه بهرني چلندونه او فشارونه د هېواد او خلکو وضعیت لا پېچلی کوي.
د صیقل په خبره، د بهرنیو فشارونو او کورنیو بېنظمیو ګډ حالت افغانستان لا زیات د سپکاوي او ستونزو سره مخ کوي.
د دې پخواني افغان چارواکي په وینا، د طالبانو د مخالفو سیاسي لوريو ترمنځ د یوه منظم او اغېزمن کورني سیاست نشتوالی د دې لامل شوی چې د بهرني سیاست اساسي ننګونو ته حللارې پیدا نه شي.
محمود صیقل ویلي، پټ او نالیدلي ټپونه بېړنۍ پاملرنې او درملنې ته اړتیا لري.
صیقل د افغانستان د روان سیاسي وضعیت او کورنیو اختلافاتو ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د هېواد د ثبات لپاره همغږۍ او منظم سیاست ته اړتیا ده.