د پاکستان د پوځ ویاند وايي، د اسلاماباد اختلاف له افغانستان یا د دغه هېواد له خلکو سره نه، بلکې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره دی.
احمد شریف چودري له عرب نیوز سره په خبرو کې ویلي: “د طالبانو حکومت ټولشموله نه دی او د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.”
چودري وویل، پاکستان له طالبانو یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا ده چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو مخه ونیسي.
د پاکستان د پوځ ویاند دغه غوښتنه ډېره ساده، منطقي او روښانه وبلله او ویې ویل چې همدا یوه موضوع کولای شي د دواړو لورو ترمنځ ستونزې هوارې کړي.
هغه خبرداری ورکړ چې که طالبان په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د شتون او فعالیت په اړه د اسلاماباد اندېښنو ته رسېدنه ونه کړي، پاکستان به د خپل دفاع لپاره تر هرې کچې پورې اقدام وکړي.
هغه له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې هم رد کړې او ویې ویل: “موږ له ترهګرو سره خبرې نه کوو. له همدې امله، دا موضوع منتفي ده. موږ یوازې ترهګر وژنو.”
اسلاماباد د طالبانو حکومت تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو ته د پناه او ملاتړ په ورکولو سره په پاکستان کې د بریدونو زمینه برابروي. طالبان دغه تور ردوي.
د همدې موضوع پر سر د طالبانو او پاکستان اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي او د دواړو لورو ترمنځ اختلاف څو ځله په وسلهوالو نښتو اوښتی دی.
چودري وویل، طالبان باید د اړیکو د ښه کولو لپاره د هغو وسلهوالو ډلو پر روزنیزو کمپونو، مشرانو او د ملاتړ پر شبکو اقدام وکړي چې د اسلاماباد په وینا په افغانستان کې مېشت دي.
د پاکستان د پوځ ویاند وویل: “هغوی په کابل کې دي، په کندهار کې دي او په نورو ځایونو کې هم دي. هغوی ته پناه مه ورکوئ. هغوی ته وسلې مه برابروئ. له هغوی څخه لوژستیکي ملاتړ مه کوئ.”
چودري همداراز وویل چې طالبان باید د دوحې تړون ته پر خپلو ژمنو عمل وکړي. په دغه تړون کې ژمنه شوې وه چې د افغانستان خاوره به د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.
هغه خبرداری ورکړ چې که طالبان د پاکستان امنیتي اندېښنې حل نه کړي، اسلاماباد د خپل ځان د دفاع حق خوندي ګڼي.
په همدې حال کې، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د جمعې په ورځ له العربیه سره په خبرو کې وویل چې طالبان له پاکستان سره د خبرو اترو او همکاریو دوام غواړي.
مجاهد رد کړه چې طالبانو تحریک طالبان پاکستان ته اجازه ورکړې چې د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي، یا له هغو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي چې پر نورو هېوادونو بریدونه کوي.
هغه همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب په برخه کې د سعودي عربستان د لا زیات رول هرکلی وکړ.
د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات دایمي نه دي او اړیکې بېرته ښه کېدای شي، په دې شرط چې طالبان د اسلاماباد امنیتي اندېښنو ته رسېدنه وکړي.
هغه زیاته کړه چې اوس د اړیکو ښه کېدل د طالبانو په اقداماتو پورې تړلي دي.