طالبان وايي، چې د کابل د روږدو درملنې پر روغتون د پاکستان د برید د ځینو هغو قربانیانو مړي، چې د پېژندلو وړ نه دي، په ډله ییز ډول په سرای شمالي کې خاورو ته سپاري. له سیمې نه ترلاسه شوې ویډیوګانې ښيي چې د قبر اېستلو چارې روانې دي.
طالبانو تراوسه ددغو مړو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې د مړو هویت د پېژندل کېدو وړ نه و.
طالب چارواکو ویلي، چې د یو شمېر وژل شویو کسانو مړي د هغوی کورنیو ولایتونو ته لیږدولي او د شاوخوا سل نورو کسانو مړي چې د کابل اړوند دي، په کابل کې د هغوی کورنیو ته سپارل کیږي.
د طالبانو ویندویانو اعلان کړی، چې د کابل د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او له ۲۵۰ ډېر نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونونو دفتر او نورو نړیوالو سازمانونو د پېښې په تړاو د خپلواکو څیړنو غوښتنه کړې ده.
تر اوسه یوناما او نورو نړیوالو ادارو ددغې پېښې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.