پخواني افغان ولسمشر، حامد کرزي د امریکا استازو جرګې ته د عایشې وهاب ټاکل کېدل د نوموړې د هڅو، سخت کار او پر خپلو باورونو د ټینګ پاتې کېدو پایله بللې ده.
حامد کرزی د مېرمن وهاب بریا د افغانانو، په ځانګړي ډول افغان-امریکایانو او ځوانانو لپاره د ویاړ او الهام سرچینه بولي.
کرزي د عایشې وهاب د بریا په مناسبت نوموړې ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د هغې پرمختګ په امریکا، ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول افغان-امریکایي ټولنه کې میلیونونو کسانو ته الهام ورکوي.
حامد کرزي زیاته کړې، د عایشې وهاب بریا په ځانګړي ډول هغو ځوانانو ته د هڅونې پیغام لري چې غواړي په ژوند کې خپلو موخو ته ورسېږي او هغې ته یې په خطاب کې ویلي: “موږ ټول پر تا ویاړو، ستاسو د لا نورو بریاوو هیله کوم.”
پخواني افغان ولسمشر په امریکا کې مېشتو افغانانو ته سپارښتنه کړې چې د دغه هېواد قوانینو ته درناوی وکړي، سخت کار وکړي، خپله او د هغوی اولادونه دې هلته د زدکړو له فرصت څخه ګټه واخلي.
نوموړي ویلي، د امریکا د استازو جرګې ته د عایشې وهاب ټاکل کېدل یو ځل بیا ثابتوي چې امریکا د ټولو لپاره د فرصتونو هېواد دی او په وینا یې، دا فرصت هغو کسانو ته هم برابر دی چې د خپلو موخو لپاره سخت کار او هڅه کوي.
کرزي ویلي، مېرمن وهاب لوړ مقام ته رسېدلې، خو لا هم په امریکا کې ډېر فرصتونه او مسولیتونه ورته په تمه دي او باید خپلې هڅې روانې وساتي.