امرالله صالح: ولې پـاکستان د طـالب مشرانو پر ځای غیر مهم کسان وژني

3 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی  مرستیال وايي، ولې پـاکستان د طـالب مشرانو پر ځای غیر مهم کسان وژني؟

امرالله صالح پر ایکس ویلي، که پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر ځای د کوټې شورا، حقاني شبکې او هغو مدرسو پر ضد اقدام کړی وای چې له ۱۹۹۴ څخه تر ۲۰۲۱ پورې یې د طالبانو ملاتړ کاوه، نو اغېزناک ګام به یې اخیستی وای.

همدارنګه پوښتنه کړې چې ولې پاکستان د طالبانو د مشرانو پر پایښت پانګونه کوي، خو د ده په وینا، غیر مهم کسان وژني.

صالح ویلي چې د بې‌وسه افغان کډوالو جبري ایستل به د پاکستان هېڅ ستراتېژیک هدف پوره نه کړي او د ترهګرۍ ستونزه به هم حل نه کړي.

هغه زیاته کړې چې د افغان کډوالو ایستل او جبري شړل به پر طالبانو هم کوم فشار رانه ولي، ځکه د ده په وینا، طالبان له پېښو ناسم تعبیر لري.

اخوا د طالبانو او پاکستان حکومتونو د یو بل سفارتي مسوولان احضار کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي بریدونو په تړاو یې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت شارژدافېر احضار کړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په اړه یې پاکستاني شارژدافېر ته خپل سخت او پرېکنده اعتراض وړاندې کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د یرغلګر پوځي رژیم په دغو بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې په کراچۍ کې د وروستي ترهګریز برید له امله یې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت شارژدافېر احضار کړی او خپل سخت اعتراض یې ورته رسماً وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا اقدام وروسته له هغه ترسره شو چې د پاکستان په وینا، د افغانستان یو شمېر وګړي، د یوه نیول شوي بریدګر په ګډون، د کراچۍ په برید کې لاس درلود.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې ویلي، دغه بریدونه غندي او په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي.

هغه ګوتڅنډنه کړې چې جګړه نه غواړي، خو که پرې وتپل شي نو د هېواد او خلکو دفاع ته چمتو دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply