ندا محمد ندیم: افغانستان د چا په فرمایش نه چلېږي

2 Min Read

د طالب وسله‌والو د لوړو زده‌کړو وزیر، ملا ندا محمد ندیم د روسیې په کازان کې ویلي، د دوی تر واک لاندې افغانستان د یو ازاد هېواد په توګه له نړیوالې ټولنې سره متوازن تعامل غواړي او په وینا یې افغانستان د چا په فرمایش نه چلېږي.

دغه وزارت د ندیم یو غږیږ پیغام خپور کړی او وايي چې نوموړي د روسیې او اسلامي نړۍ د اوولسمې نړیوالې ناستې په څنډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته کې وینا کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان د ښه ګاونډیتوب او د متقابلو اړیکو اصولو ته درناوی لري.

ندیم ویلي:”موږ چې څه خبره یا کوم تعامل له چا سره ولرو یا کومه هوکړه وکړو، په هغه کې مستقل یو. هېڅ خنډ په‌کې نه راځي، څه چې مو وویل هغه کار به مخته ځي”.

نوموړي د روسیې لخوا د طالبانو ادارې د رسمیت پېژندلو ته په اشاره ویلي، طالبان له خپلو هوکړو څخه نه پر شا کېږي.

هغه د نړۍ پر نورو هېوادونو غږ وکړ چې له طالبانو سره د روسیې په څېر تعامل وکړي.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده، خو مسکو لا هم په لوړه کچه له طالبانو سره د اړیکو ور نه دی پرانېستی.

په ورته مهال تازه د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو وايي، په افغانستان کې له ۱۸ تر ۲۳زرو جنګیالي فعال دي او له سوریې څخه افغانستان ته د اویغور، تاجک او ازبيک الاصله وسله‌والو د راتګ شمېر هم ډېر شوی دی.

نوموړي ویلي، د طالبانو امنیتي ادارې د دې جنګیالیو څارنه کوي، خو یوشمېر جنګیالي د دوی له څاره بهر دي.

دغه راز د روسیې د امنیت شورا منشي د افغانستان اوسنی وضعیت هم بې‌ثباته وباله.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply