د بدخشان لپاره د طالبانو والي، رحمتالله نجیب د دوی رژيم پر وړاندې د مخالفو ډلو فعاليتونه مجهول او بېګټې وبلل.
نجیب وايي: “د نظام د مخالفو ډلو فعالیتونه مجهول او بېګټې دي. اسلامي امارت یو اسلامي او عقیدتي نظام دی او د هغه پر وړاندې درېدل ناجایز دي.”
ياد والي دغه څرګندونې د یو روزنیز سیمینار د پای ته رسېدو په مراسمو کې وکړې۔
هغه په دې غونډه کې له طالب ځواکونو وغوښتل چې خپلې دندې په اخلاص ترسره کړي.
طالبانو د واک ته رسېدو په لومړیو کې عامه بخښنه اعلان کړه، خو د خپلو مخالفینو سیاسي فعالیتونه نه مني او هغوی ته په کور دننه د فعالیت اجازه نه ورکوي.
خو دغو مخالفینو اوسمهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پرضد عملياتونه کوي.
وړمه ورځ ملګرو ملتونو د طالبانو پرضد د مخالفو جبهو د عملیاتو شمېرې خپرې کړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د امنیت شورا ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د مې له لومړۍ نېټې د جولای تر وروستۍ نېټې پورې، د طالبانو وسلهوالو مخالفو ډلو د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۸ بریدونو مسوولیت منلی دی.
په دغو بریدونو کې د افغانستان ازادۍ جبهه، ملي مقاومت جبهه، شنې قطعې، میهن سپاهي جبهه، متحده جبهه او یو شمېر نورې ډلې شاملې دي.