د ترافیکو عمومي ریاست د لوحې لیکنې بدلون ته تند غبرګونونه

3 Min Read

د طالبانو کورنيو چارو وزارت لخوا په کابل کې د ترافیکو عمومي ریاست لوحې لیکنې بدلون په بېلابېلو کچو تند غبرګونونه راپارولي دي.

طالبانو “د ترافیکو عمومي ریاست” لوحې لیکنه، د عمومی شر طه مرور” ته بدل کړی چې د ډېری افغانانو په وینا، نه پښتو دی، نه دري دی او نه عربي.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسي جرګې غړې٬ کمال ناصر اصولي وايي، د ښوونیزو بنسټونو تړل به داسې بدبختي زېږوي او په خبره یې، طالبان راتلونکي نسلونه او افغانستان بدبخته کوي.

هغه طالبانو‌ ته په خطاب کې وویل: “موږه ځکه وایو چې ښوونځۍ خلاصې کړي   انسانان تحصیل یافته کړي، پوهنتونونه حمایه کړي، حکومتداري قانونمنده کړي. لویه جرګه راوغواړي او د دغې ولس لپاره د دولتداري او د راتلونکي لپاره قانون جوړ کړي تر څو کورنۍ او بیرونۍ مشروعیت هم خپل شي، انحصار هم ختم، ګنې ستاسو د لاسه به زموږ ټول ملي مصطلحات، هېواد، خلک او راتلونکي نسلونه لا نور بد بخت شي، لکه څنګه چې مو دا لوحه کې پښتو او دري بدبخته کړي دي.”

لیکوال او د چارو شنونکی نصیراحمد تره کی وايي، د افغانستان مطلق اکثریت د طالبانو لخوا د لګول شوې لوحې په معنی نه پوهېږي.

هغه وویل: “دا لوحه د طالبانو ډلې له‌خوا نن د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه له مهمو ریاستونو کې لګول شوې ده. خو د افغانستان د سواد لرونکو وګړو مطلق اکثریت نه پوهېږي چې د «عمومی شرطه مرور» عبارت څه معنا لري؟ ځینو کسانو دا پوښتنه هم کړې چې دا لوحه په کومه ژبه لیکل شوې ده؟ که تاسو په دې اړه څه معلومات لرئ، مهرباني وکړئ ابهام لرې کړئ.”

خبریال، ظاهر قادري وايي: “د یوه ملا تر ټولو ستره اختراع؛ داسې ژبه چې نه دري ده او نه پښتو؛ خپله یې لیکلې او خپله هم ښايي نه پوهېږي چې څه یې لیکلي دي. د ترافیکو عمومي ریاست؛ مبارک دې وي، افغانستان ته یوه نوې ژبه هم راغله!”

د ټولنیزو رسنیو یوشمېر نورو کاروونکو پر طالبانو نیوکه کړې چې د افغانستان ملي ټرېمنالوژۍ اړولو هڅې کوي.

دوی وايي، طالبانو د قول اردوګانو نومونو اړولو وروسته د پولیسو نوم هم شرطه کړه.

دوی پوښتنه کړې چې ایا په افغانستان کې د چا مورنۍ ژبه عربي ده او بله دا، هغه چا چې دا لیکل کړي، خپله هم پرې پوهېږي چې مانا یې څه ده؟

عام افغانان وايي، د ضد پر ځای لږ منطق او تاریخ ته پام پکار دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply