خواجه محمد آصف: د طالبانو له لوري د ټي‌ټي‌پي ملاتړ لا هم دوام لري

د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه محمد آصف ویلي، د طالبانو له لوري د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي ملاتړ لا هم دوام لري او د دې ډلې د بریدونو د درولو په اړه د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور نه شي کېدای.

هغه دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده له ټي‌ټي‌پي غوښتي چې په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي.

خواجه محمد آصف وویل: “دا دریځ یوازې په رسنیو کې مطرح شوی او په عملي ډګر کې یې هېڅ بدلون نه دی راوستی.» هغه زیاته کړه چې له ټي‌ټي‌پي څخه د طالبانو ملاتړ لا هم پر خپل ځای پاتې دی.”

آصف ټینګار کړی چې د وسله‌والو ډلو په اړه د طالبانو د ادارې پر متضادو څرګندونو باور کول ډېر خطرناک کار دی او تراوسه په عملي ډول هېڅ نوی اقدام نه تر سترګو کېږي.

پاکستانۍ ورځپاڼې، اېکسپرېس ټریبیون د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې طالبانو په غیررسمي ډول اسلام‌اباد ته خبر ورکړی چې هبت‌الله اخندزاده ټي‌ټي‌پي ته خبرداری ورکړی څو په پاکستان کې خپل بریدونه ودروي، خو د راپور له مخې، پاکستان دغه پیغام ناکافي بللی او ویلي یې دي چې یوازې خبرداری بسنه نه کوي، بلکې عملي اقدامات اړین دي.

ورځپاڼه لیکي، دا پیغام د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي اسلام‌اباد قانع کړي څو باور وکړي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله‌والو ډلو د مهارولو لپاره اقدام کوي.

د پاکستان حکومت له طالبانو غواړي چې په لیکلي ډول ډاډ ورکړي چې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ نه کوي او د دې ډلې غړي به له افغانستان وباسي، خو طالبان بیا ټینګار کوي چې د افغانستان په خاوره کې هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله فعالیت نه لري او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply