طالبانو خپل رسنیز فعال او مبلغ، جنرال مبین خوشې کړی

د وسله‌والو طالبانو مهم رسنیز فعال او تبلیغاټي غړی، محمد مبین چې په جنرال مبین مشهور دی په یوه ویډیويي پېغام کې ویلي، تر ۱۳ نیمو میاشتو بند وروسته د غويي ۲۶مه له زندانه خوشې شو.

مبین ویلي، د طالبانو نظامي محکمې پرې د ۱۸ میاشتو بند حکم کړی و، خو د هبت‌الله په امر یې معافیت ترلاسه کړ.

هغه وویل: “اوسمهال خپل کور کې یم، دې نظام ټول هغه اصولي مراتب ترسره کړي دي.”

جنرال مبین له خپلې ډلې څخه کلک ملاتړ څرګند کړی دی.

هغه وویل: “زندانونه د انسانانو د اصلاح لپاره دي. د نظام څپېړه دا د پلار څپېړه ده او دا کوم عیب هم نه دی. په زندان کې مې رواني حالت ښه و او له هېڅ ډول شکنجې سره مخ شوی نه‌یم. کېدای شي په تېرو شلو کلونو کې له موږ څخه ځینې داسې خبرې شوې وي چې د مشرانو به خوښې نه‌وې، نو اینده کې به دغه شی نه‌تکرارېږي.”

د طالب ‌وسله‌والو دغه فعال تر دې مخکې هم طالبانو نیولی و او د نیول کېدو لامل یې په وار وار د پاکستان پرضد توندې څرګندونې بلل شوي،‌ خو طالبانو په رسمي ډول د هغه د زنداني کېدو لامل نه‌دی روښانه کړی.

یوشمېر سرچینو ویلي، ځینو لوړپوړو طالب چارواکو د جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې وې.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply