صدیق صدیقي: طالبانو افغانستان په یو رښتیني دوزخ بدل کړی

3 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت مرستیال او دغه  راز د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي وایي، طالبانو افغانستان د خلکو لپاره به یو رښتیني دوزخ بدل کړی دی.

صدیقي وویل، اروپايي ټولنې له طالبانو سره په جوړجاړي او هغوی ته په امتیاز ورکولو، خپلو ژمنو، ارزښتونو او پالیسیو ته شا کړې ده.

هغه وايي، میلیونونو افغانانو په ۲۰۰۱ کال کې د مقاومت ځواکونو او امریکایي پوځیانو لخوا د طالبانو له ماتې وروسته، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د حضور تود هرکلی وکړ.

د هغه په خبره، اروپایي ټولنه د ۲۰ کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شوه او د یو داسې ازاد هېواد لپاره یې د افغانانو د خوبونو ملاتړ وکړ چې ښځې او نارینه په‌کې په وقار سره ژوند وکړي.

صدیقي پر اروپایي ټولنې سختې نیوکې کړې او پوښتنه یې ترې کړې چې ولې ناڅاپه افغانانو ته شا اړوي او له خپلو ژمنو او ارزښتونو پر شا کېږي او په وینا یې اروپایي ټولنه داسې یوې ډلې ته امتیازات ورکوي چې لا هم د نړیوالې ترهګرۍ کوربه‌توب کوي او پر افغانانو ظلمونه کوي.

هغه د اروپایي ټولنې دا ډول چلند د افغانانو په حق کې یو لوی ظلم بللی دی.

د صدیق صدیقي دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې تېره ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د چارواکو او د طالبانو د یو پلاوي ترمنځ د کډوالو د مسلو په اړه خبرې اترې شوې دي.

د دغو لیدنو په غبرګون کې ګڼو افغان او نړیوالو فعالانو اندېښنه ښودلې چې دا ډول تعامل به طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په مانا وي.

بل پلو، د اروپایي کمېسیون سرچینو او یوشمېر قانون‌پوهانو په بروکسل کې له طالبانو سره لیدنې تایید کړې او زیاتوي، دغه خبرې اترې په اروپا کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پر موضوع متمرکزې وې چې په سختو جرمونو محکوم شوي او د دغو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي.

ورته مهال د کمېسیون ویاندویانو ټینګار کړی چې دا ډول تخنیکي خبرې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply