طالبانو په کابل کې خبریال، احمد جاوېد نیازی نیولی

د یوشمېر رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په کابل کې د طالبانو استخباراتو د “پیګرد خبري اژانس” مسوول، احمد جاوېد نیازی نیولی دی.

نیازی د پنجشنبې په ماښام ناوخته په کابل کې په خپل کاري دفتر کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان یا امسو د نیازي نیول کېدل غندلي او دا یې د بیان ازادۍ او رسنیز فعالیت پر وړاندې جدي خنډ وباله.

دې سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، باوري سرچینو او د نیازي خپلوانو ورته تایید کړې چې هغه د پنجشنبې په ماښام ناوخته د غويي ۱۷مه په کابل کې په خپل کاري دفتر کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

امسو وايي، نیازي د برخلیک او د نیول کېدو د لامل په اړه کره معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د دغه بنسټ له‌مخې، دا مهال د نیازي ترڅنګ شپږ نور افغان خبریالان هم د طالبانو په بند کې دي.

یاد شوي سازمان له طالبانو غوښتي څو احمد جاوېد نیازی او نور بندي خبریالان له قید او شرطه پرته ژر تر ژره خوشې کړي.

دوی همداراز پر نړیوالو او د رسنیو پر ملاتړو ادارو غږ کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو د ساتنې لپاره خپل فشارونه زیات کړي.

امسو ټینګار کړی چې د خبریالانو نیول او ځورول نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې د ولس او رسنیو ترمنځ واټن او ستونزې نورې هم زیاتوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply