د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، ندا محمد ندیم د پنجشېر پوهنتون محصلانو ته ویلي چې له سیاسي فعالیتونو او حزبي ډلو ځانونه وساتي او د سیاسي ډلو او ګوندونو بلنې رد کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د وږي په ۲۲مه، ویلي چې ندیم د پنجشېر پوهنتون محصلانو ته د وینا پر مهال پر دې موضوع ټینګار کړی او له محصلانو یې غوښتي چې د طالبانو له واکمن نظام څخه ملاتړ وکړي.
ندیم جمهوري نظام د طالبانو د تعبیر له مخې له شریعت سره په ټکر کې بللی او د داسې نظام مخالفت یې لازم ګڼلی او ویلي يې دي: “داسلامي نظام د امیر او خلیفه ټاکنه د اهل حل او عقد له لارې کېږي او څوک یې د مخالفت حق نه لري، بلکې اطاعت یې فرض دی.”
ملا ندیم د ولسمشرۍ ټاکنې هم د رایو پر بنسټ د یوه داسې نظام برخه بللې چې قوانین یې اشخاص جوړوي او د ده په وینا، له شریعت سره په ټکر کې دي.
هغه یوځل بیا د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د علماوو پر اطاعت او درناوي ټینګار کړی دی.
د ندیم یادې څرګندونې داسې مهال دي چې دې ډلې واک ته له رسېدو وروسته د سیاسي ګوندونو فعالیتونه منع کړي او د دوی د عدلیې وزارت په ۲۰۲۳م کال کې اعلان وکړ چې د سیاسي ګوندونو فعالیت په افغانستان کې په بشپړه توګه ممنوع دی او د دغه وزارت اړونده د احزابو ریاست یې له تشکیلاتو هم لغوه کړی و.
یاد وزارت وروسته هم ویلي چې د ګوندونو په نوم هر ډول سیاسي فعالیت غیرقانوني دی او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني او شرعي چلند وشي. د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د عدلیې وزارت له ۷۰ ډېر سیاسي ګوندونه ثبت کړي وو.
ندیم تر دې وړاندې هم په پوهنتونونو کې محصلانو ته ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې سیاسي فعالیتونو ته اجازه نه ورکول کېږي او له محصلانو یې غوښتي چې له دغو فعالیتونو ډډه وکړي.
د طالبانو یاد دریځ په داسې حال کې دی چې د جمهوري نظام پر مهال پوهنتونونه او محصلان د بېلابېلو سیاسي او مدني فعالیتونو شاهدان وو.