اسماعیل بقايي: پر لامرد د امریکا د برید له کبله یو افغان هم وژل شوی

1 Min Read

ایراني چارواکي وايي، پر لامرد ښار د امریکا د برید له کبله یو افغان هم وژل شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي لامرد ښار ته د خپل وروستي سفر په اړه ویلي، په دې برید کې ۲۱ بې‌ګناه انسانان ووژل شول چې له دې ډلې یو یې افغان مېلمه و.

اسماعیل بقايي د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: “په دغه سفر کې مو له نږدې د جګړې له ټپیانو او د هغوی له کورنیو سره ولیدل او د ۱۴۰۴ کال د کب په ۹مه پر دغه ښار د امریکا د برید نښې او پاتې شوني مو ولیدل.”

نوموړي زیاته کړه، په لامرد کې له نږدې لیدل شوی وضعیت تر هغه ډېر پراخ او دردوونکی دی چې انځورونه یې په ټلوېزیون او رسنیو کې خپرېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه اقدام جنګي جرم وباله او ویې ویل چې د دغه برید موخه د خلکو وېرول وو.

هغه زیاتوي، پر ایران د امریکا او اسراییل د پوځي بریدونو په لومړۍ ورځ د میناب ښار او د شجره طیبه ښوونځي هم په نښه شوي وو او یوازې په ۳۵ثانیو کې د لامرد ښار پر سر شاوخوا ۲زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي وچاودېدل.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply