تمیم عاصي: طالبان نن شته، سبا به نه وي

3 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت مرستیال، تمیم عاصي پر ایکس پاڼه ویلي، د طالبانو مخالفت د افغانستان جغرافیې او ملي هویت سره د دښمنۍ په معنا نه شي ګڼل کېدای او په وینا یې دا ډله نن شته او سبا به نه وي، خو افغانستان به تلپاتې وي.

عاصي د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو سیاسي او نظامي د جګړو سره سره هېڅکله د هېواد د تجزیې یا د ملي واکمنۍ د له منځه وړلو شعار نه دی ورکړی.

عاصي د برهان‌الدین رباني، احمدشاه مسعود، ګلبدین حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف، عبدالرشید دوستم او کریم خلیلي یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دغو جګړه‌مارو ډلو ترمنځ سختې نښتې شوي، خو هغوی هېڅکله د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد شعار نه دی ورکړی.

نوموړي وویل، داسې غږونه له بې‌ځمکې او بې‌ځواکۍ فضا څخه راپورته کېږي د بهرنیو استخباراتي مرکزونو تر اغېز لاندې دي، خو ځینې کسان به د افغانستان د خلکو له غبرګون او تاریخي قضاوت سره مخ شي.

دغه پخواني چارواکي ټینګار کړی چې د افغانستان د ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا موضوع باید له سیاسي اختلافاتو جلا وساتل شي او د هېڅ لوري لخوا د تجزیې شعار د منلو وړ نه دی.

اخوا تېره ورځ د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت ادارې مشر، رحمت الله نبیل پر خپله ایکسپاڼه ویلي وو، افغانستان د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او نیابتي جګړو سره سره لا هم پر خپل ځای ولاړ دی او د طالبانو اوسنۍ واکمني به هم یوه ورځ پای ته ورسېږي، خو افغانستان به تلپاتې وي.

د نبیل په وینا، هغه کسان چې د افغانستان د له منځه تلو وړاندوینې کوي، باید لومړی له ځانه وپوښتي چې په سیمه کې کوم هېواد د قومي وېشونو پر بنسټ رامنځته شوی او د “ژورې ستراتېژۍ” د سیاست له لارې یې کلونه بې‌ثباتي نورو هېوادونو ته صادره کړې ده.

دغه راز د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر حامدکرزي د دفتر رییس او د اطلاعاتو او کلتور وزیر، عبدالکریم خُرم وايي، پاکستان هڅه کوي د افغان هویت او تاریخ پرضد تبلیغات وکړي.

هغه پر ایکسپاڼه ویلي، پاکستان د افغانستان پر ضد خپل سیاسي، فرهنګي او تبلیغاتي فشارونه زیات کړي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply