د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو پنځه کسیزه پلاوي لپاره یې یو ورځنۍ ویزې صادرې کړې دي څو په بروکسل کې په یوې غونډه کې ګډون وکړي.
ورته مهال ګارډین ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، ټاکل شوې دغه غونډه نن د سېشنبې په ورځ ترسره شي.
اخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي د نومونو په ډاګه کولو څخه ډډه کړې، خو تېره ورځ ځینو رسنیو ویلي، د طالبانو په پلاوي کې د عبدالقهار بلخي ترڅنګ د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست مرستیال هدایتالله پکتین هم شامل دی.
یاده غونډه څو اونۍ وروسته له هغې کېږي چې اروپايي کمېسیون تایید کړه دوی د جنورۍ راهیسې له طالبانو سره د خبرو اترو په حال کې دي څو د افغان کډوالو د ایستلو کچه لوړه کړي.
ځینې اروپایي سیاستوال له طالبانو سره د اروپایي ټولنې د اړیکو مخالف دي او وایي، اروپایي ټولنه له یوې خوا طالبان غندي، خو له بلې خوا ورسره رسمي غونډې او همکاري کوي.
د بشري حقونو فعالان او د اروپایي پارلمان غړي وایي، دغه ډول غونډه به د طالبانو هغه حکومت عادي او مشروع وښيي چې ښځې او نجونې یې له زدهکړو، کار او عامه ژوند څخه بېبرخې کړې دي.
د ګارډیڼ راپور زیاتوي چې په ټوله اروپا کې د دغه افغانانو ژوند ورځ تر بلې ستونزمن شوی؛ ځکه د کډوالۍ په اړه سیاسي دریځونه لا سخت شوي دي.
ډېری اروپایي هېوادونه داسې ښکاري چې د هغو ګواښونو له پامه غورځولو ته چمتو دي چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته لېږلو له امله رامنځته کېدای شي؛ په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د بشري ناورین او د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دی.
طالبان بروکسل ته په خپل دغه سفر کې هڅه کوي له اروپايي هېوادونو څخه په جرم تورنو افغانانو د شړلو په بدل کې پر یادو هېوادونو خپل ډېپلوماټان ومني.
بروکسل ته د طالبانو د پلاوي دغه سفر داسې مهال دی چې اروپايي پارلمان د کډوالو په تړاو یو نوی قانون تصویب کړی دی.