د پاکستان لومړی وزیر وايي، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته، سولهییز او اقتصادي پلوه پیاوړی افغانستان مهم دی.
شهباز شریف د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي: “یو سولهییز، باثباته او اقتصادي پلوه مقاوم افغانستان د افغان وګړو د باعزته ستنېدو او دوامداره بیا ادغام لپاره بنسټیز اهمیت لري.”
هغه وویل، پاکستان د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې سره یوځای د نړۍ له کډوالو سره خپل پیوستون څرګندوي.
شریف زیاته کړې چې دا ورځ په نړیواله کچه د کډوالو پر وړاندې د خواخوږۍ د پیاوړتیا او د هغو ستونزو په اړه د پوهاوي لپاره نمانځل کېږي چې کډوال ورسره مخ دي.
د نوموړي په وینا، د پاکستان لپاره دا یوازې د یوې ورځې احساساتي دریځ نه دی، بلکې هغه بشري ژمنتیا ده چې هېواد یې نږدې نیمه پېړۍ عملي کړې او په وینا د ۱۹۷۹ کال له پېښو وروسته میلیونونه افغانان د جګړو او ناامنۍ له امله پاکستان ته کډه شول او پاکستان، د خپلو محدودو سرچینو سربېره، نه یوازې خپلې پولې بلکې خپل زړه هم دوی ته پرانیستی و.
د شریف په خبره، چې پاکستان د خپل بشري دود له مخې د کډوالو لپاره مېشت ځایونه او کمپونه جوړ کړل او له څلوېښتو کلونو راهیسې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه و چې تر ټولو د ډېرو کډوالو کوربه توب یې کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، د افغان کډوالو څو نسلونه په پاکستان کې په عزت ژوند کړی او د پاملرنې او ملاتړ زمینه ورته برابره شوې ده.
خو شریف یادې څرګندونې داسې مهال کوي چې د په ۲۰۲۳ کې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ویستنې لړۍ پېل کړې او تر اوسه روانه چې دغه لړۍ له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي هم خالي نه وه، په زیات شمېر سیمو کې له افغان کډوالو سره بد او سخت چلندونه هم راپور شوي، په یو شمېر ښارونو کې افغانان حتا په زندانونو کې هم اچولي او په زیات شمېر سیمو کې په دوی پسې د کورنو د دروازو ماتول هم راپور شوي چې تاوتریخوالی ګڼل کیږي.
ملګرو ملتونو او ګڼو نورو بنسټونو له پاکستانه د یادې لړۍ در درولو غوښتنه کړې، خو دغه هېواد د کډوالو بېرته ستنولو ته دوام ورکړی دی.