د لاهور عالي محکمې وروسته په پاکستان کې د سند عالي محکمې هم د دې هېواد د طبي او غاښونو شورا هغه حکم ځنډولی چې له مخې یې له افغان محصلانو غوښتل شوي وو، چې د خپلو زدکړو له بشپړولو مخکې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د پاکستان “ډان'” ورځپاڼې ویلي، محکمې په کراچۍ کې په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زده کړو بوختو ۳۴ افغان محصلانو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړی دی.
د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د لارښوونو په اړه محکمې ته دوه جلا عریضې وړاندې شوې چې یوه عریضه د ډاو میډیکل کالج د طب د وروستي کال د درېیو محصلانو او بله د کراچۍ په ډاو پوهنتون، جناح پوسټ ګرېجویټ میډیکل سنټر او نورو روغتیايي بنسټونو کې د ۳۱ افغان طبي محصلانو په استازیتوب ثبت شوې ده.
د سند محکمې په پرېکړه کې پاکستاني چارواکو ته امر کړی چې د سپټمبر تر ۲۹مې پورې د افغان محصلانو پر وړاندې هېڅ ډول اقدام ونه کړي.
دغې محکمې ویلي: “د اعتراض وړ خبرتیاوې به تر هغه وخته ځنډول شوې پاتې وي او پر عریضه کوونکو به هېڅ ډول جبري اقدام نه کېږي.”
د محکمې دوهکسیزې جرګې، چې مشري یې قاضي عدنان الکریم میمن کوله، هغه مهال قضیه واورېدله چې درېیو افغان محصلانو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پر خبرتیا اعتراض کړی و او عریضه یې کړې وه چې دغه خبرتیا له قانوني صلاحیته پرته صادره شوې ده.
په یاده عریضه کې د قضیې د مقابل لوري په توګه د پاکستان دولت، د کورنیو چارو وزارت، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا، د لوړو زده کړو کمېسیون، د روغتیايي علومو ډاو پوهنتون، د سند د پولیسو عمومي مفتش او په کراچۍ کې د عیدګاه پولیسو د حوزې شامل دي.
وروسته محکمې د سپټمبر د ۲۹مې لپاره د قضیې ټولو مقابل لوریو، اضافي لوی څارنوال او د سند ایالت لوی څارنوال ته خبرتیاوې واستولې.
دغه درې محصلان د علامه محمد اقبال سکالرشیپ پروګرام له لارې د روغتیايي علومو په ډاو پوهنتون کې شامل دي او تمه ده چې د ۲۰۲۷ کال په اپرېل کې خپلې زده کړې بشپړې او فارغ شي.
په عریضه کې ویل شوي چې دغه محصلان په خپلو افغان پاسپورټونو کې معتبرې پاکستانۍ وېزې لري، چې د دوی د زدکړو تر بشپړېدو پورې اعتبار لري.
عریضه استدلال کوي چې د اعتراض وړ اقداماتو د پاکستان د اساسي قانون ۴، ۹، ۱۰-اې، ۱۴ او ۲۵ مادې نقض کړې دي. د اساسي قانون څلورمه ماده په پاکستان کې موجود هر شخص سره د مساوي چلند حق تضمینوي.
۹مه او ۱۴مه مادې په پاکستان کې د هر شخص لپاره، پرته له دې چې د هغه تابعیت څه وي، د ژوند، ازادۍ او انساني کرامت حقونه تضمینوي.
۱۰-اې ماده د عادلانه محاکمې او قانوني پروسې حق تضمینوي، په داسې حال کې چې ۲۵مه ماده د تبعیض مخه نیسي.
د سپټمبر پر لسمه هم د پاکستان لاهور عالي محکمې د پنجاب ایالت ټولو طبي کالجونو ته په موقت ډول امر کړی و چې افغان محصلین له تعلیمي ادارو ونه باسي او د هغوی امتحانونه لغوه نه کړي.