فرانسې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د نړۍ امنیت لپاره ګواښ وباله

3 Min Read

فرانسې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لکه داعش خراسان، القاعده او ټي‌ټي‌پي شتون د نړیوالې امنیت لپاره جدي ګواښ وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې د دغو ډلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي او د هغوی پر ضد عملي اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د فرانسې استازي وویل چې په دې شرایطو کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما شتون لا هم اړین دی او فرانسه د دې ماموریت د غځولو ملاتړ کوي.

نوموړی وايي، د دوحې بهیر تر اوسه هیڅ د پام وړ پرمختګ نه دی کړی او طالبان د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

د فرانسې استازي ټینګار وکړ چې د طالبانو له نړیوالو مکلفیتونو سره سم عمل د هر ډول سیاسي پرمختګ شرط دی او که دا شرایط پوره نه شي، د افغانستان د نړیوال ادغام لپاره هېڅ امکان نه شته.

هغه وویل، د افغانستان خلک له نږدې پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د قصدي تبعیضي سیاست لاندې ژوند کوي او د ښځو او نجونو اساسي حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې د فرانسې استازي وویل چې طالبان د نړیوالې ټولنې او افغانانو د پرله‌پسې غوښتنو سره سره، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پالیسي ته دوام ورکوي او دا کړنې د سیستماتیکې ځورونې بڼه لري.

هغه زیاتوي، د طالبانو له لوري ښځو ته د زده‌کړې، کار، روغتیايي خدماتو ته لاسرسي او حتی په عامه فضا کې د خبرو حق نه ورکول د جنسیتي ځورونې معادل دي چې دغه وضعیت د افغانستان اقتصادي وده هم ټکنۍ کړې ده.

نوموړی وايي، دغه سیاستونه د تاوتریخوالي د زیاتېدو، د سیمې د بې‌ثباتۍ او د بشري وضعیت د لا خرابېدو سبب شوي او ټینګار یې وکړ چې فرانسه د افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده او له اروپايي شریکانو سره په ګډه د بشري مرستو د دوام هڅه کوي، خو دا مرستې باید د ښځو له لارې د ښځو لپاره اصل ته په پام سره ترسره شي.

د هغه په وینا، طالبان باید بشري مرستو ته بشپړه اجازه ورکړي او د مرستو عادلانه وېش یقیني کړي څو مېرمنو او ماشومانو ته مرستې ورسېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply