نانسي مېس: طالبان به د ترهګرۍ د ملاتړي حکومت په توګه ونومول شي

2 Min Read

د امریکا د استازو جرګې یوې غړې ویلي، د دې هېواد کانګرس ته یې یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې له مخې به یې طالبان د بهرني ترهګر سازمان په توګه وپېژندل شي.

جمهوري‌پالې نانسي مېس وايي، د دې طرحې پر اساس به دغه راز د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت به د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه هم ونومول شي.

مېرمن مېس په ایکس کې ویلي: “د ترهګرو دولتونو د پېژندنې د مخنیوي قانون له مخې به د امریکا فدرالي ادارې د افغانستان اسلامي امارت په نوم د طالبانو حکومت د رسمي حکومت په توګه له پېژندلو منع شي. طالبان ترهګر دي. د طالبانو د مشروع کولو هر ډول هڅه بې‌پروا او خطرناکه ده. امریکا باید هېڅکله ترهګر یا ترهګري مشروع ونه ګڼي.”

د نوموړې په وینا، امریکا مخکې هم لیدلي چې د خپلو دښمنانو پر وړاندې متضاد پیغامونه څه پایلې لري او ټینګار یې کړی چې واشنګټن باید د طالبانو د مشروعیت په اړه روښانه دریځ ولري.

امریکا او طالبانو اړیکې تر ډېره په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي وسلو، د دوحې هوکړې پر سر اختلافاتو، او د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو په محور څرخي.

په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې بهرني ځواکونه ووتل، خو دواړه لوري یو بل پر دې تورنوي چې د دې تړون شرایط یې تر پښو لاندې کړي دي.

امریکا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی منلی.

واشنګټن ټینګار کوي چې طالبان باید د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او د ترهګرۍ مخنیوي په برخه کې پاتې ژمنې پوره کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply