د افغانستان د تحلیل شبکې: د افغان ښځو روغتیايي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی

یو نوی خپور شوی راپور ښيي چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو روغتیايي وضعیت له خورا سختو ګواښونو سره مخ شوی او ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

د افغانستان د تحلیل شبکې په دې خپور شوي راپور کې راغلي، په لرو پرتو او کلیوالي سیمو کې ښځو ته د روغتیايي اسانتیاوو رسول تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي، ځکه ګڼ کلینیکونه تړل شوي، د ښځینه ډاکترانو سخت کمښت دی او خراب اقتصادي وضعیت کورنۍ د ټرانسپورټ د لګښت ورکولو څخه عاجزې کړې دي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴م میلادي کال کې د نویو ښځینه روغتیايي متخصصینو د روزنې لاره په بشپړ ډول بنده کړه او تر هغه وړاندې یې د ښځینه ډاکترانو د زده کړو مخه نیولې وه.

د یادې  شبکې راپور زیاتوي چې یوازې په کاپیسا ولایت کې ۲۰ داسې سیمې شته چې لږ تر لږه ۱۰ زره کسان په کې له خپلو کورونو څخه تر ۱۰ کیلومترۍ پورې هیڅ ډول روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري.

یادې شبکې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د استازې، موکټا شرما له قوله لیکلي، اوسمهال په افغانستان کې د میندوارو میندو د مړینې کچه لوړه شوې او په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زېږونونو کې، د مړینې کچه له ۵۲۱ څخه ۶۲۰ میندو ته پورته شوې ده.

دا ارقام ښيي چې افغانستان د میندو د مړینې په برخه کې په نړۍ کې په لسو داسې هېوادونو کې شامل دی چې تر ټولو بد وضعیت لري.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply