د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، ویل کېږي چې د اسامه زوی، حمزه بن لادن په افغانستان کې دی او امریکا دې بل ځل طالبانو ته د ۴۰ میلیونه ډالرو د ورکړې پرمهال له حمزه بن لادن سره هم وویني.
صالح پر اېکس پاڼه لیکلي: “حمزه بن لادن په افغان دودیزو جامو کې یوه وینا هم کړې ده. دغه موضوع دومره پېچلې نهده، امریکا هرڅه ته لاسرسی لري او له پخوا په هرڅه ښه پوهېږي. امریکا چې بل ځل طالبانو ته ۴۰ میلیونه ډالر نغدې پیسې لېږي، باید له حمزه سره د لیدنې غوښتنه هم وکړي او ورته ووایي، چې د خپل پلار لار ونه څاري.”
امرالله صالح وویل، که امریکا ته سخته وي، نو له خلیلزاد دې ورولېږي.
هغه زیاته کړه: “که دا سخته وي، نو زلمی خلیلزاد دې ورولېږي. زلمی په جعلي موسکاوو کې ښه دی؛ هغه کولای شي د دوحې تړون ته د حمزه د ژمنتیا ستاینه وکړي او ورته مشوره ورکړي، چې له خواله رسنیو لرې پاتې شي او د خپل پلار لاره ونه څاري.”
امرالله صالح د حمزه بن لادن د احتمالي حضور او څرګندونو په اړه ویلي یې دي، واشنګټن لا له وړاندې د هرڅه او دغه کسانو په اړه بشپړ معلومات لري او اړتیا نهشته چې نور کسان ځانونه د امریکا د وړیا سلاکارانو په توګه وپېژني.
صالح همداراز د خلیلزاد پر پخوانیو څرګندونو نیوکه کړې چې د دوحې تړون ته یې د طالبانو د وفاداری ستاینه کړې وه.
د امرالله صالح دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې القاعدې د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو ۲۵مې کلیزې په مناسبت په خپره کړې ۵۲ دقیقهیي ویډیو کې د خپل پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن دوه ځله ښودلی، چې پګړۍ یې په سر ده.
صالح وړاندې هم په ځلونو طالبانو ته د امریکا د مرستو پر دوام نیوکه کړې وه او واشنګټن یې د طالبانو په اړه په دوهګوني چلند تورن کړی و