د کابل پخوانی استاد پوهاند محمد اسماعیل یون وايي، په افغانستان کې یو تنظیم یا یوه سیاسي ډله د ډېر وخت لپاره حکومت نهشي کولی او د طالبانو دغه لنډمهاله واکمني به له سخت زوال سره مخ شي.
هغه وویل: “اوسني چارواکي(طالبان) خفه کېږي که خوشالېږي، دا حقیقت باید ومني چې یو شخص، یوه ډله، یو تنظیم او یو سیاسي فکري جریان د ډېر وخت لپاره په هېواد کې حکومت نه شي کولای. لنډمهاله واکمني کولای شي، خو هغه به هم په پای کې له سخت زواله سره مخامخېږي.”
د هغه په خبره، طالبان دې په دې پوه شي چې سیاسي انحصار سیاسي انفجار ته لاره هواروي.
یون وايي: “اوسني چارواکي هم باید په دې فکر وکړي چې یوازې یو مذهي یا روحاني قشر د حکومت ټولې چارې نه شي سمبالولای، سیاسي انحصار وروسته سیاسي انفجار ته لاره اواروي.”
پوهاند یون د سیاسي انفجار د مخنیوي لپاره د سیاسي سمون غوښتنه کوي او ویې ویل: “افغانستان د سیاسي نظامونو د انفجار او انقطاع څو ترخې تجربې تکرار کړي دي، دا تجربې باید بیا تکرار نه شي، نو ښه لاره دا ده چې سیاسي سمون پیل شي ؛ لویه جرګه راوبلل شي، ملت سره مشوره وشي، د نظام ډول او د تداوم څرنګوالی په ګوته شي، کورنی او بهرنی مشروعیت ترلاسه شي، هېواد له نړیوالې سیاسي انزوا څخه وایستل شي، د نورو هېوادونو په شان زموږ هېواد هم د ملي بیرغ او هم د ملي سرود څښتن شي او نورو ګڼ شمېر سمونونو او مثبتو تحولاتو ته اړتیا ده. دا تحولات کولای شي هم د نظام د تداوم او بقا سبب شي او هم د ملت د پرمختګ او رفاه او که خبره دا وي چې هر څوک یې د پخوا په شان ځانته ډنګوي، ودې ډنګوي موږ به یې د لیکوال په توګه ننداره کوو او د سیاسي کرکټرونو لخوا پېښ شوي حوادث به لیکو او د تاریخ ترخه تکرار ته به انتظار باسو.”
اسماعیل یون وروسته له هغې یادې څرګندونې وکړې چې له دې مخکې یې څو ځله د امنیت په برخه کې وسلهوالو طالبانو ته ۹۵ نومرې ورکړې دي.