په اسټرالیا کې یو افغان د سخت دریځو توکو د ساتنې په تور نیول شوی

1 Min Read

د اسټرالیا پولیسو یو ۳۰ کلن افغان وګړی په دې تور نیولی چې د داعش اړوند د تاوتریخوالي تصویرونه یې په خپل موبایل کې ساتلي وو.

د پولیسو په وینا، محمد عماد احمدزی د ملبورن په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې منځني ختیځ ته سفر وکړي.

پولیس وايي، د نوموړي له برېښنايي وسایلو څخه د اعدامونو، ډزو او نورو تاوتریخجنو پېښو ویډیوګانې او د داعش اړوند تصویرونه موندل شوي دي.

چارواکي وايي، احمدزي د خپل ناروغ پلار د لیدو لپاره له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته د تګ پلان درلود.

هغه د ۲۰۲۴م کال د ترهګرۍ د یوې دوسیې په څېړنو کې تر څارنې لاندې و.

پر هغه لګېدلي تورونه تر اوسه ثابت شوي نه دي.

ټاکل شوې هغه د سې‌شنبې په ورځ بیا محکمې ته حاضر شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply