امرالله صالح: طالبانو د ارزښتونو د پاشلو لړۍ روانه ساتلې، نسکورېدل یې حتمي دي

2 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح وايي، واکمنو طالبانو د ملي ارزښتونو د پاشلو لړۍ روانه ساتلې او نسکورېدل یې حتمي دي.

صالح پر خپل ایکسپاڼه لیکلي، طالبان د هیڅ ډول سیاسي حیثیت او ابرو خاوندان نه دي چې د مومند په څېر د یو ملي شخصیت مړینه د ځان په ګټه وکاروي او له بل پلو یوشمېر سیاسي ډلې هم د هغه دغه تاریخي لاسته راوړنه د قومي ملحوظاتو او د سړې جګړې د دورې د عینکې له لارې ویني.

د هغه په خبره، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي ارزښتونو د سیمه‌ییزه کېدو او پاشل کېدو لړۍ روانه ده او د افغانستان راتلونکی یې له تیارو سره مخ کړی او په وینا یې د افغانستان د عزت اعاده او د یو باعزته نظام جوړول یواځې او یواځې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو سره تړلي دي چې دا کار حتمي دی.

نوموړي دغه راز وویل، د طالبانو نامشروع او ملي ضد واکمنۍ د خلکو ترمنځ د سختې بې باورۍ او د ملي هویت د وېشلو او پاشلو سبب شوې ده.

امرالله صالح د افغانستان لومړني او یوازېني ستورمزلي عبدالاحد مومند پر مړینه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي، ای کاش افغانستان نن د داسې دولت او عزت خاوند وی چې د نوموړي جنازه یې د یو پوځي جنرال په توګه، په رسمي پوځي مراسمو سره خاورو ته سپارلې وی.

صالح داراز ویلي، عبدالاحد مومند د افغان بچي په توګه فضا ته لاړ، خو هیڅکله داسې چاپېریال ورته برابر نه شو چې خپلې تجربې او پوهه د ځوان نسل په درسي ټولګیو او ملي غونډو کې شریکې کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply