د طالبانو په کنټرول کې د احصایې او معلوماتو د عمومي اداره وايي، د افغانستان ۹۲.۶ سلنه سړکونه خام دي او یوازې ۷.۴ سلنه یې پاخه شوي دي.
د دې ادارې ویاند، محمد حلیم رفیع ویلي، د طالبانو دې ادارې د جغرافیایي معلوماتو د تحلیل له لارې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سړکونو شبکه ارزولې ده.
د دې ارزونې پر بنسټ، په ټول افغانستان کې د سړکونو ټول اوږدوالی ۲۴۵ زره او ۷۳ کیلومتره تثبیت شوی، چې له دې ډلې ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره (۷.۴ سلنه) قیر شوي او پاتې ۲۲۴ زره او ۸۳۱ کیلومتره (۹۲.۶ سلنه) خام دي.
د پاخه شویو سړکونو د اندازې او ونډې له پلوه د ولایتونو ترمنځ د پام وړ توپیر شته. کابل د ۴ زره او ۸۴ کیلومتره پاخه سړکونو په لرلو سره د ولایتونو په منځ کې تر ټولو ډېر قیر شوي سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان د ۱۲ کیلومتره پاخه سړکونو په لرلو سره د جدول په وروستي ځای کې دی.
د دې ارزونې په ترڅ کې ۴ زره او ۷۴۷ لوی او واړه پلونه، ۸ زره او ۶۸۱ پلچکونه او ۸۵۴ سېلاببرونه هم پېژندل شوي او ثبت شوي دي.
په دې ارزونه کې د کلیوالو اوسېدونکو د سړکونو شبکې ته د لاسرسي کچه هم ارزول شوې ده. د دوو کیلومترو د واټن پر بنسټ، شاوخوا ۴۱ سلنه کلیوال د پاخه شویو سړکونو له لارې لاسرسی لري.
افغانستان د نړۍ له لږ پرمختللو هېوادونو څخه دی او په کافي کچه له معیاري سړکونو او پلونو څخه برخمن نه دی.
که څه هم د جمهوري نظام پر مهال د نړیوالو مرستو په وسیله ډېر سړکونه جوړ او بیارغول شول، خو د طالبانو جګړې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او نړیوالو ائتلافي ځواکونو سره د هېواد د ځینو سیمو ودانیو او زېربناوو ته زیانونه واړول او یو شمېر یې له منځه یووړل.
د نفوس او موټرو د شمېر له زیاتېدو سره تمه کېږي چې سړکونو په څېر زیربناوې هم پراختیا ومومي، خو په افغانستان کې لا هم د سړکونو لویه برخه خامه ده. دا وضعیت هم موټرو او وسایطو ته او هم د انسانانو روغتیا ته زیان رسوي.