غني افغانانو ته: تاسو سره مې د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و

4 Min Read

د افغانستان مخکېني ولسمشر، محمد اشرف غني افغان ولس ته په خپل اختریز پیغام کې وویل چې شپږ میاشتې مخکې یې د خبره مخه نیول شوې وه او غږ یې غلی شوی و.

هغه وايي: “نژدې شپږ میاشتې مخکې مې تاسې سره په خبرو کې وویل چې ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارې ولاړ او له یوه سخت، خو ضروري انتخاب سره مخ دی. له هغه راهیسې مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بې‌خبره شوی نه دی.”

غني یادې څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې یو شمېر رسنیو ویلي، اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی او لا معلومه نه ده چې کوم ځای ته تللی دی.

هغه په ډاګه وویل چې د افغانستان راتلونکی باید د ملت له لوري وټاکل شي.

د غني په وینا، اوسمهال په افغان کورنیو چې نن درې پوښتنې مطرح دي.

هغه وویل، په تېرو پنځو کلونو کې مو څه لاسته راوړل؟ هغه لپاره مو کومه بیه پرې کړه؟ او که دغه وضعیت پنځه کاله نور دوام وکړي نو پایلې به یې څه وي؟

غني د افغانانو ترمنځ د ملي بحث غوښتنه وکړه چې په ملي او واقعي بڼه یې پیل کړي.

اشرف غني په کابل، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کندهار، کونړ او نورو ولایتونو کې د پاکستان بمباریو ته هم غبرګون وښود او ویې  ویل چې دغه هېواد دې درک کړي آسیا کې له افغانستان پرته ثبات نه‌شي راتلی.

هغه وايي: “دا تصور دې هم له سره و ایستل شي چې استعماري کرښې زموږ دردونه جدا کړي دي. په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې زموږ خویندې او ورونه ورته درد زغمي چې هغه هم زموږ خپل درد دی.”

 د هغه په خبره، نړۍ په تمه وه، خو د پنځو کلونو په تېرېدو په افغانستان کې هېڅ بدلون رانغی او دا انتظار له ناامیدۍ سره پای ته ورسېد او اوس افغانستان څنډې ته شوی او ګاونډیان یې ځانته امنیتي ګواښ بولي.

د غني په خبره، د نجونو د زده‌کړو مسئله مهمه ده او یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي.

د نوموړي په وینا: “هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای. ما تل ویلي چې یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي. زموږ پېغلو او ځوانانو ته باید د پېټي په سترګه ونه کتل شي. دا زموږ د هیواد راتلونکی دی او د ۲۰۴۷ کال د افغانستان بنسټ به د دوی په ځواکمنو اوږو ایښی وي.”

هغه په پای کې وویل: “اجماع د یوه کس یا ډلې له لورې نه راځي. اجماع د هغه ملت د ملي ارادې پایله ده چې له یوه ‌مشروع نظام، سولې او باعزته ژوند پرته ډېر څه نه غواړي. زه د تل په څېر، د ځان لپاره هېڅ نه غواړم، خو چمتو یم چې د لازمي اجماع د راتګ، او د مرګ پر ځای د ژوند؛ د فقر پر ځای د شتمنۍ؛ او د دښمنۍ پر ځای د سولې او سوکالۍ د لارې د انتخاب په برخه کې، خپله ونډه ادا کړم.”

محمد اشرف غني د ۲۰۲۱م کال د اګست په پنځلسمه له افغانستانه ووت چې د افغانستان جمهوري نظام وپرځېد او وسله‌وال طالبان په افغانستان بیاځلي واکمن شول چې دا دی د پنځو کالو په تېرېدو سره سره له روسیې پرته به کوم هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

اشرف غني اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې مېشت دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply