غني د پاکستان بریدونه وغندل او افغانستان کې یې د مشروعیت د کړکېچ حل وغوښت

2 Min Read

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام وروستي ولسمشر، محمد اشرف غني په افغانستان کې وروستۍ پېښې او د پاکستان هوايي بریدونه، چې ملکي وګړو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې، په کلکه غندلي او هرات کې یې له ښځو سره پر شوي تاوتریخوالي ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه پر خپل فېسبوکپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې افغانستان اوسمهال د مشروعیت له جدي بحران سره مخ دی او د دې حالت د تېرولو لپاره جمعي ملي عقل ته اړتیا ده.

غني ویلي، د هرات وروستیو زړه بوږنوونکو پېښو او هلته له ښځو سره د تاوتریخوالي ډک چلند د ده زړه سخت دردولی او په وینا یې په هېواد کې دننه او د باندې دا ډول پېښې د مشروعیت د نشتوالي له امله رامنځته کېږي او افغانستان یې د ژوند او مړینې له یوې جدي دوه لارې سره مخ کړی دی.

نوموړي د دایمي سولې پر اهمیت ټینګار کړی او پوښتنه یې کړې چې ایا د یوې ډلې د ارادې تحمیلول هېواد تلپاتې سولې ته رسولی شي؟

د هغه په خبره، د دې حالت د تېرولو او سمې لارې ته د هېواد د بېرته ګرځولو لپاره ملي عقل جمعي، د زړونو یووالي او د ټولو افغانانو ګډو هڅو او فکرونو ته اړتیا ده.

ولسمشر غني د پاکستان په هوايي بریدونو کې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ شفا دعا کړې ده.

اشرف غني دغه راز وویل، تلپاتې سوله د افغانانو له لاسه وتلی حق دی او دا سوله نه یوازې په کور دننه، بلکې له لرې او نږدې ګاونډیو هېوادونو سره هم د دایمي ثبات او هوساینې لپاره اړینه ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply