د بشري حقونو سازمان، حالوش راپور ورکړی چې ۱۷ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د وږي ۱۹مه د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په یوه سیمه کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي.
د راپور پر بنسټ، دا پېښه د مکسوخته په سیمه کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، رامنځته شوې او د مړو شویو کسانو جسدونه د ساتنې لپاره د خاش ولسوالۍ سړې خونې ته انتقال شوي دي.
حالوش لیکلي چې په مړو شویو کسانو کې پنځه تنه د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي دي چې ټولې ښځې دي.
په دې کورنۍ کې یوه ۴۵ کلنه مور او د هغې څلور لوڼې شاملې وې چې عمرونه یې په ترتیب سره ۱۴، ۱۶، ۱۸ او ۲۲ کاله وو.
د دې کورنۍ خپلوان په سراوان کې اوسېږي او ټاکل شوې وه چې د یکشنبې په ورځ د هغوی د جنازې لمونځ هم ادا شي.
د نورو مړو شویو کسانو په منځ کې لږ تر لږه شپږ له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان هم شامل دي.
د مړو شویو کسانو د خپلوانو او شاهدانو په وینا، دغه کسان د سفر پر مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي او د تندې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغوی یو شمېر کسان د یو بل تر څنګ مړه شوي دي.
د مړو شویو کسانو یوه خپلوان حالوش ته ویلي چې له دې ډلې سره مل نارینه د لارې په منځ کې له ښځو او ماشومانو جلا شول او ښځې او ماشومان د سفر په دوام کې د کافي اوبو له لاسرسي پرته پاتې شول.
حالوش ټینګار کړی چې دغه معلومات یې د خپلو سرچینو له لارې ترلاسه کړي، خو د مړو شویو کسانو د دقیق شمېر او د پېښې د ټولو جزییاتو د تایید توان نه لري.
دې ادارې زیاته کړې چې د نورو مړو شویو کسانو د هویت او د پېښې د رامنځته کېدو د شرایطو په اړه نور معلومات لا هم تر څېړنې لاندې دي.
که څه هم د افغانستان یو شمېر وګړي د پاکستان له لارې په غیرقانوني ډول ایران ته کډه کوي، خو لا په دقیقه توګه نه ده روښانه شوې چې په دې پېښه کې مړه شوي کسان له کوم ځای څخه کوم لوري ته روان وو.
ایران ته قاچاقي کډوالۍ له ګڼو ستونزو او خطرونو سره مخ ده او ان د مرګ خطر هم ورسره مل دی.
څه موده وړاندې د افغانستان ۱۹ وګړي، چې په غیرقانوني ډول ایران ته د کډوالۍ په لاره کې وو، د نیمروز په مارګو دښته کې ورک شول او څو ورځې وروسته یې جسدونه داسې مهال وموندل شول چې د سختې تندې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی و.