د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وايي، د طالبانو رژیم د پاکستان پر ضد له هند سره مرسته کوي او اسلاماباد به د افغانستان په خاوره کې د ګواښونو د لهمنځه وړلو لپاره د افغان طالبانو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.
شریف د غبرګولي شپږمه د پاکستان د اټومي ازموینو د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل، که پاکستان اټومي ځواک نه وای ګرځېدلی، دښمن به له هرې پولې اوښتی وای.
د هغه په خبره، اټومي سپر او وسلهوال ځواکونه د پاکستان د دښمنانو پر وړاندې اصلي خنډ دي او ده هند ته په اشارې سره وویل: “د افغانستان رژیم د دښمن د موخو د عملي کېدو لپاره زمینه برابروي. دښمن له ماتې وروسته اوس د نیابتي ډلو لکه فتنهالخوارج (تحریک طالبان پاکستان) او فتنه هندوستان (بلوڅ بېلتونپالو) ملاتړ کوي.”
شهباز شریف خبرداری ورکړی چې پاکستان به د غضبللحق پوځي عملیاتو له لارې دا ټول ګواښونه لهمنځه یوسي.
اخوا طالبانو بیا د پاکستان پر وړاندې ځوابي بریدونه ردالظلم بللي دي.
پاکستان هیله لري، چې پوځي فشارونه او ګواښونه به د طالبانو اداره اړه کړي، څو پاکستاني جنګیالي له افغانستانه وباسي یا یې په خیبرپښتونخوا کې د بریدونو مخه ونیسي.
په افغانستان کې وسلهوالو طالبانو د پاکستان دغه غوښتنه نه ده منلې او د تحریک طالبان پاکستان مسئله یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې او همداراز یې د بریدونو پر مهال متقابل پوځي بریدونه کړي دي.