د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد به د بشري دلایلو له مخې د ۱۶ زره افغانانو د استوګنې موده وغځوي.
اسلاماباد ویلي، د دې بشري معافیت هدف پر هغو زیانمنو ډلو لکه ښځو، ماشومانو او سپینږیرو د فشار کمول دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، دا اقدام د بېړنیو او د عاجلې مرستې اړمنو قضیو په اړه د اسلاماباد د ملاتړي چلند یوه برخه ده.
د اندرابي په وینا، د بشري ویزو د مودې د غځولو پرېکړه د زیانمنو قشرونو، لکه ښځو، ماشومانو او سپینږیرو د ملاتړ لپاره شوې ده.
هغه زیاته کړه چې پاکستاني چارواکي دا مهال د بې اسنادو بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د پروګرام په چوکاټ کې د ۸۹ زره افغانانو دوسیې ارزوي.
طاهر اندرابي همداراز ویلي چې هېڅ هغه افغان وګړی چې معتبره ویزه یا قانوني سفري اسناد ولري، له پاکستانه نه دی ایستل شوی.
پاکستان واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، د بې اسنادو افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر په بېساري ډول چټک کړی دی. اسلاماباد دا بهیر په څو پړاوونو کې عملي کړی او سلګونه زره افغان کډوال یې ایستلي دي.
د افغان کډوالو جبري ستنېدل او پراخ اخراج د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو سازمانونو له جدي اندېښنو او خبرداریو سره مخ شوي دي.
دغو سازمانونو څو ځله ویلي چې د افغان پناه غوښتونکو ایستل هغوی د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخامخ کوي.
دوی همداراز خبرداری ورکړی چې د بېرته ستنول شویو کسانو په منځ کې کورنۍ، ماشومان، ناروغان او نور زیانمن کسان هم شامل دي، او د هغوی جبري ستنېدل ښايي جدي بشري پایلې ولري.