د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دوی ځواکونو په بدخشان کې ۲۱ طالبان وژلي او ۳۷ یې ورټپيان کړي چې په کې طالب مشران هم شامل دي او دغه راز د دوی یو سرتېري هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
دې جبهې په ایکس پاڼه لیکلي، د ازادۍ جبهې جنګیالیو د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوځي اډو، قطعاتو او پوځي مرکزونو یو لړ هدفمند عملیات تنظیم کړي او په وینا یې درانه تلفات یې وراړولي دي.
جبهې وویل، دغه عملیات د پرون پنجشنبې ورځې سهار راهیسې پیل شوي او تر اوسه دوام لري او زیاتوي، طالبان د زیباک د سرحدي کنډک شاوخوا له لوړو سیمو څخه شاتګ ته اړ کړل شوي دي.
سرچینه وايي، طالبانو څو ځله هڅې کړې څو بېرته ازاد شوي ستراتیژیکې سیمې بېرته ونیسي، خو کومه پایله نه لري او هر ځل یې د درنو تلفاتو له زغملو وروسته خپلو ځالو ته شاتګ کړی دی.
د جبهې د اعلامیې له مخې، د دې نښتې په ترڅ کې د طالبانو یوه زیاته اندازه مهمات، سپکې او درنې وسلې، پوځي تجهیزات او جنګي وسایل د ازادۍ جبهې د جنګیالیو لاس ته ورغلي دي.
یادې جبهې ټينګار وکړ چې سرتېري يې په سیمه کې دي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي او افغانستان به ازاد کړي