د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د میدان وردګ والي وايي، اوسمهال د ملایانو حکومت دی، نو نور باید د جوماتونو امامان پر غریب ولس بار نه وي او حکومت ته په کار ده پخپله یې معاشونه ورکړي.
محمد حلیم فدایي پر خپل فېسبوک وویل: “د مدرسو دا چټک زیاتوالی په حقیقت کې د طالب انفلاسیون او پړسوب رامنځته کوي؛ یانې هر کال د دیني زدکوونکو او راتلونکو ملایانو شمېر په چټکۍ سره زیاتېږي، خو د هغوی لپاره د تولید، کار او اقتصادي فعالیت مناسب فرصتونه نه رامنځته کېږي او په پایله کې د اقتصاد پر محدودو سرچینو د مصرف کوونکو فشار لا زیاتېږي چې په راتلونکې کې به اقتصادي ستونزې لا ژورې کړي.”
د فدايي په خبره، دمګړی په کندهار کې تر شپږو لکو ډېر طالبان په مدرسو کې روزل کېږي.
یاد پخواني والي زیاته کړه: “اصلي ستونزه د نویو مدرسو په جوړېدو کې ده؛ یواځې په کندهار کې تر شپږ لکو زیات طالبان په نویو مدرسو کې روزل کېږي او تر پنځه ویشتو زیاتې نوې مدرسې هم جوړې شوې دي.”
خو هغه پوښتنه کړې چې د دې ټولو لپاره د کار او تولید زمینه به څنګه برابرېږي؟
حلیم فدايي زیاتوي، ولس له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی، باید پر دیني بنسټونو او ملایانو د سقاط، دروېزې، چندې، خیرات او صدقاتو د راټولولو اړتیا له منځه یووړل شي او د ملايانو حکومت باید د جوماتونو او دیني چارو مالي مسوولیت پر غاړه واخلي.
د طالبانو د حکومت د تازه راپورونو او شمېرو له مخې، په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر څلور برابره زیات شوی دی.
د دوی په کنترول کې د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ټول هېواد کې د رسمي او خصوصي مدرسو شمېر له شلو زرو اوښتی چې په کې سلګونه زره طالب زده کوونکي په دیني زده کړو بوخت دي.