یوناما: طالبان دې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه پای ته ورسوي

2 Min Read

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د یوناما مرستیالې، جورجیت ګانیون وویل، د ښځو پر زده‌کړو او کار د طالبانو بندیزونه د افغانستان د اقتصاد لپاره زیانناک تمام شوي او باید دغه بندیزونه لرې شي.

ګانیون وویل، د افغانستان شمالي او جنوبي سیمو ته یې سفر کړی، د هرې طبقې له خلکو سره یې ولیدل او ګڼ خلک له بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، افغانستان کې پام وړ وسله‌واله شخړې نشته، خو په اوږده مهال کې د طالبانو د جوړښت او پالیسیو په څرنګوالي پورې اړه لري او د طالبانو سخت محدودیتونه چې ښځې په سیستماتیک ډول محدودوي، د افغانستان د راتلونکي په زیان دي.

نوموړې په هرات کې د لسګونه ښځو نیول کېدو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې طالبان باید د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیزونه لرې کړي او دا له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو په برخه کې نوی څپرکی پرانېستلی شي.

جورجیت ګانیون دغه راز د طالبانو او پاکستان وروستیو نښتو ته په اشاره وویل، ملګري ملتونه د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړتوب د روانو هڅو ملاتړ کوي او هغه له طالبانو سره تعامل د هغوی د تایید په معنا نه دی.

ګانیون وايي، اوسنی تعامل پر وضعیت د پوهېدو لپاره مهم دی چې نړیوالې ټولنې ته متوجې ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply