د حنفي ادعا: مخکېني حکومت په بګرام کې ښځې بندي کولې

3 Min Read

د وسله والو طالبانو د امر بالمعروف وزیر ادعا وکړه چې تېر جمهوري نظام په بګرام کې ښځې زنداني کولې.

شیخ خالد حنفي ویلي، هغه کسان چې د ښځو د حقونو خبره کوي، باید په بګرام کې د ښځو د زنداني کېدو موضوع هم یاده کړي.

نوموړي همداراز ادعا کړې چې په تېرو شلو کلونو کې د دیني ارزښتونو د کمزوري کولو هڅې شوي دي.

هغه د افغانستان شمال ته د سفر پر مهال د علماوو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې ویلي چې د امر بالمعروف د قانون پلي کول د ټولو ګډ مسوولیت دی.

حنفي وویل: «”کوم مسوولیت چې رسول الله ترسره کاوه، هماغه مسوولیت تاسو علماوو ته هم راجع دی او تاسو باید اسلامي شریعت او ارزښتونه تر خلکو ورسوئ.”

یاد طالب وزیر خپلو علماوو ته ویلي: “هر کله چې له کوم منکر سره مخ کېږئ، لومړی خپله اقدام وکړئ، که ستاسو له وسه پورته و، محتسبین په جریان کې کړئ.”

حنفي زیاته کړه: “دا ډېره د تعجب وړ خبره ده چې نن موږ ته هغه څوک د ښځو د حقوقو یادونه کوي، چې د هغوی په امر مدرسې، ودونه، شفاخانې، مسافر او لارویان بمبارېدل او ښځې په بګرام کې زنداني شوې.”

حنفي په ټولنه کې د ځینو دودونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د ښځو د جبري ودونو او د بدو په بدل کې د نجونو د ورکولو مخنیوی باید وشي.

نوموړي وویل: “ځینې منکرات لا پاتې دي چې په ګډه به یې مخه ونیسو؛ ازادې خویندې د پیسو په بدل کې ورکول کېږي، په بدو کې ورکول کېږي او جبراا ودېږي. دا ستاسو مسولیت دی چې د دغسې ظلمونو مخنیوی وکړئ او د خلکو په حقوقو سترګې پټې نه کړئ.”

د طالبانو دغه چارواکي همداراز وویل چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اوسنی قانون د قران، احادیثو او حنفي فقهې پر بنسټ جوړ شوی او د هغه پلي کول د ټولو ګډ مسوولیت دی.

حنفي د طالبانو د واکمنۍ مشروعیت هم مطرح کړ او وویل چې ځمکه او هر څه چې پکې دي د الله تعالی دي او په وینا یې یوازې اسلامي نظام د حاکمیت وړ دی.

د طالبانو د دې وزارت د قانون او کړنلارې په اړه د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو ادارو مخکې اندېښنې څرګندې کړې دي، په ځانګړي ډول د دې قانون د پلي کېدو له امله د شخصي ازادیو، د ښځو د حقونو او د ټولنیزو محدودیتونو په اړه.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply