حلیم فدايي: د طالب پر واقعي بدیل ژور او جدي کار روان دی

2 Min Read

دافغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د میدان وردګ والي، محمد حلیم فدايي وايي، د طالب پر واقعي بدیل ژور او جدي کار روان دی.

فدايي پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: “هغه کسان چې ځینې څېرې د یوه او بل په نوم د طالب د بدیل په توګه مطرح کوي، په اصل کې د طالب عمر اوږدوي او د طالب واقعي بدیل له خلکو څخه مغشوشوي. د طالب بدیل نه قاتلان دي، نه زورواکان، نه د جنوب او شمال د ګوتو په شمېر لنډغر، نه قومي ټیکه‌داران او نه مذهبي ټیکه‌داران؛ بلکې د طالب واقعي بدیل داسې یو نظام او سیسټم دی چې په هغه کې د تېرو ۵۰ کلونو غل، جاسوس، غاصب او بلواګر ته ځای نه وي.”

دغه پخوانی والي زیاتوي، اوسنۍ جنګي جبهې او هغه کسان چې نه د افغانستان تاریخ، نه ملي هویت، نه اسلامي هویت او نه د دې هېواد جغرافیه مني، هېڅکله د طالب واقعي بدیل کېدای نه شي.

نوموړی وايي: “هغوی د طالب د بدیل په توګه وړاندې کول، په حقیقت کې د طالب او د هغوی د لابي‌ګرو د تبلیغاتي هڅو یوه برخه ده.”

هغه ټينګار وکړ چې د طالب بدیل هغه ډله ده چې له تېرو تجربو یې زده کړه کړې ده.

د فدايي په وینا: ” واقعي بدیل شته؛ داسې بدیل چې له تېرو تجربو زده کړه کوي، د افغانستان تاریخ او هویت مني، دولس ټولو انساني او افغاني ارزښتونه مني او د یوه ټولشموله، با ثباته او عادلانه نظام لپاره کار کوي. نو ډاډه اوسئ؛ واقعي بدیل شته!”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply