د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي مرستیال، کارل اسکایو خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو د بودیجې کمښت، اقتصادي ستونزو او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو جبري راستنېدو په افغانستان کې بشري ناورین اوج ته رسولی دی.
هغه ویلي، د دغو کړکېچونو تر ټولو زیات فشار پر افغان ښځو او ماشومانو دی.
نوموړي وویل، په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه میندې او ماشومان اوسمهال له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د مرستو کمښت او د سون توکو د بیو لوړېدل د دوی عملیات له جدي خطر سره مخ کړي دي.
اسکایو د ننګرهار د حصار شاهي کمپ او د تورخم تر لیدنې وروسته وویل، ګڼې میندې او ماشومان د خوړو د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو مزل کوي، خو د بودیجې د نشتوالي له امله خالي لاس بېرته ګرځي.
دغه پروګرام وايي، یوازې په تېر کال کې ۲.۸ میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي چې ډېری یې هېڅ سرپناه او عاید نه لري.
د ملګرو ملتونو اړوند د دغه بنسټ په خبره، په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خپلو مرستو د دوام لپاره سمدستي ۳۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.