پاکستاني چارواکي وايي، په دې هېواد کې ویزه لرونکي افغان محصلان خپلو زدهکړو ته دوام ورکولی شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د وږي ۱۹مه خبریالانو ته وویل: “د پاکستان حکومت د ټولو افغان محصلانو د بېرته ستنولو پرېکړه نهده کړې؛ بلکې یوازې هغه محصلان چې تحصیلي ویزې نهلري او په پوهنتونونو کې یې نوملیکنه نهده شوې ايستل کېږي. افغانستان دښمن هېواد نهدی؛ هغه افغان محصلان چې بشپړ قانوني اسناد لري پرته له کومې وېرې په پاکستان کې زدهکړې کولای شي.”
نوموړي زیاته کړه، دغه څرګندونې چې ټول افغان محصلان له پاکستان نه اېستل کېږي ناسمې دي او په وینا یې د پاکستان حکومت لهخوا داسې کومه پرېکړه نهده شوې؛ یوازې هغه افغان محصلان چې لاتراوسه په پوهنتونونو کې یې نوملیکنه نهده شوې یا ویزې نهلري، اېستل کېږي.
د ویاند په خبره، پاکستان په تېرو کلونو کې شاوخوا ۶زره بورسونه افغان محصلانو ته ورکړي، خو پاکستان له تېر یو کال راهیسې د افغانانو لپاره د نویو ویزو صادرولو او یاهم د پخوانیو ویزو د مودې غځولو لړۍ په ټپه درولې ده. له تېر یو کال راهیسې په پاکستان کې مېشت افغان محصلان هم د ویزو له ستونزو سره مخ دي.
یاده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت په پنجاب ایالت کې د طب افغان محصلانو ته د یوې خبرتیا له لارې خبر ورکړی و چې د نوې پالیسۍ له مخې باید پوهنتون یا کالج پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.
د پاکستان یادې پرېکړې سختې نیوکې راوپارولې او ډېری پاکستاني سیاستوالو پر یادې پرېکړې نیوکه کړې او غوښتنه یې کړې چې افغان محصلانو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي.