مسادکوف: په افغانستان کې د ترهګرو فعالیت د پراختیا په حال کې دی

2 Min Read

د ګډ امنیتي تړون سازمان عمومي منشي، تولګابیک مسادکوف په مسکو کې د دغه سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي په افغانستان کې د شخړو احتمال او د وسله‌والو سازمانونو فعالیت د پراختیا په حال کې دی.

تولګابیک مسادکوف وویل، په افغانستان کې د شخړو ظرفیت او احتمال مخ په پراخېدو دی او په دغه هېواد کې د نړۍوالو وسله‌والو او افراطي سازمانونو فعالیتونه پراخ شوي دي.

مسادکوف خپله وینا کې د سیمې د پوځي او سیاسي وضعیت په اړه وویل، د ګډ امنیتي‌ تړون غړو هېوادونو پر وړاندې امنیتي ګواښونه او ننګونې زیاتې شوې او دغه وضعیت د سیمه‌‌ییز او نړۍوال جیوپولیټیک رقابت د زیاتېدو نښه ده.

نوموړي د دغه ګواښونو مهم لاملونه په اروپا کې د ناټو پوځي ظرفیت پراختیا، په اوکراین او منځني ختیځ کې روانې جګړې، په افغانستان کې د شخړې د زیاتېدو احتمال او د نړۍوالو وسله‌والو او افراطي ډلو د فعالیتونو زیاتوالی وباله.

له دې  مخکې  د ګډ امنیتي تړون سازمان خبرداری ورکړی و چې ګڼ شمېر نړۍوال افراطي او ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي او د دغه ډلو حضور د ګاونډيو هېوادونو لپاره د ترهګرۍ د ګواښ د خپرېدو ګواښ زیاتوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply