د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې په کابل کې د طلوعنیوز خصوصي رسنۍ دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش څو ورځې وړاندې نیول شوي دي.
د دې ډلې په اعلامیه کې راغلي چې دغو خبریالانو دوسیه تر څېړنو لاندې ده او محکمې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې.
د یاد شوي وزارت ویاند، خبیب غفران د غويي پر۲۲مه ویلي، چې د دې ډلې امنیتي ادارو څو ورځې وړاندې د طلوعنیوز دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش نیولي دي.
وزارت ویلي چې د یادو خبریالانو قضیې تر څېړنو لاندې دي.
په اعلامیه کې راغلي، د نیول شویو خبریالانو دوسیې لا هم بشپړې شوې نه دي او محکمې تراوسه د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
نوموړي وزارت ویلي، په رسنیو کې د دوی په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.
د طلوعنیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی د غويي ۱۷مه د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) او د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش د غويي ۱۹مه د طلوعنیوز دفتر له شاوخوا سیمو څخه نیول شوي دي.
د رسنیو ګڼو بنسټونو د یادو خبریالانو نیونه غندلې او له طالبانو یې غوښتي څو ژر تر ژره دې خوشې کړي.