د پاکستان د ولسمشر ویاند، مرتضی سولنګي ویلي چې دغه هېواد په تاریخي ډول د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او اوس له افغانستان سره د سولهییزو او باثباته اړیکو غوښتونکی دی.
هغه د قطر، ترکیې او چین لخوا د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب هرکلی وکړ او ویې ویل چې پاکستان نه غواړي افغانستان د نړیوال ترهګرۍ په پناهځای بدل شي.
سولنګي ټینګار وکړ چې پاکستان هڅه کړې خپل دریځ بیا تعریف کړي او په یوه بېثباته سیمه کې د سولې د راوستلو لپاره یې هڅې کړې دي.
د اسلاماباد د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ لیکلي چې سولنګي دغه څرګندونې د “پاکستان په بدلېدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې” تر سرلیک لاندې په یوې نړیوالې یو ورځنۍ غونډه کې کړې چې د دې ادارې او د فریدریش ایبرټ بنسټ د پاکستان دفتر په همکارۍ جوړه شوې وه.
پاکستان تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د دغه هېواد مخالف وسلهوال شتون لري، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.