د امریکا د دفاع پخواني وزیر ویلي٬ طالبانو ته د افغانستان د کنټرول بیا سپارل وحشتناکه تېروتنه ده.
لیون پنیټا چې مخکې د سي آی اې مشر هم پاتې شوی، وايي، امریکا باید په افغانستان کې خپل حضور ساتلی وای او ده د دې هېواد وضعیت ډېر غمجن پای وباله.
یاد پخوانی امریکايي چارواکي سکای نیوز سره په مرکه وویل: “له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ناڅاپي وتل او دغه هېواد یوځل بیا طالبانو ته پرېښودل، له هغو ټولو کسانو سره د خیانت په معنا وو چې د امریکا لپاره یې جګړه کړې وه.”
لیون پنیټا زیاته کړه چې امریکاد افغانانو پر وړاندې مسوولیت درلود چې له هغوی سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د هغوی د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې وکړي.
د نوموړي په خبره: “ما احساس کاوه چې امریکا په افغانستان کې په ډېرو برخو کې مهم او مثبت کارونه کړي دي. امریکا په افغانستان کې د پوځ او استخباراتي جوړښتونو په جوړولو کې مرسته کړې وه. امریکا هڅه کوله له ترهګرو او طالبانو سره مبارزه وکړي او د افغانانو لپاره د ښه ژوند زمینه برابره کړي، ځوانو ښځو ته زدهکړې ور کړي او د کاروبارونو د فعالیت لپاره زمینه مساعده کړي.”
هغه ټینګار وکړ، که څه هم د افغانستان جګړه اوږده شوې وه، خو امریکا باید په دغه هېواد کې خپل حضور ساتلی وای.