ذبیح‌الله مجاهد: زمونږ یوې رسنیزې شبکې د “ذبیح‌الله مجاهد” په نوم فعالیت کاوه

2 Min Read
Zabihullah Mujahid, Taliban spokesperson, gestures during a press conference, following an escalation in cross-border tensions with Pakistan, in Kandahar, Afghanistan, February 27, 2026. REUTERS/Stringer

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان د مخکېني دولت پر وړاندې د جګړې پر مهال د دوی یوې رسنیزې شبکې د “ذبیح‌الله مجاهد” په نوم فعالیت کاوه.

هغه وویل، د تېر دولت پرمهال د تعقیب له وېرې دې شبکې فعاليت کاوه او قاري یوسف احمدي هم د ذبیح‌الله مجاهد له نوم استفاده کوله.

مجاهد دغه راز څو ورځې مخکې افشا کړې چې اصلي نوم یې طاهرشاه صدیقي دی.

نوموړي ویلي چې دا موضوع یې د تېر دولت له‌خوا تر نیول کېدو وروسته د څېړنو پر مهال هم مطرح کړې وه.

د هغه په وینا، د څو کسانو له‌خوا د ذبیح‌الله مجاهد نوم د کارولو له موخو څخه یوه دا وه چې د هغه مهال د افغانستان دولتي ځواکونو له‌خوا د طالبانو د ویاندویانو د نیول کېدو مخه ونیول شي.

ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو د رسنیز او تبلیغاتي سېسټم یو له خورا پېژندل شویو څېرو څخه ګڼل کېږي او ده له دې مخکې کلونه د یوې ناڅرګندې او پټې څېرې په توګه یوازې د ټېلیفون، برېښنالیک او ټویټر (اوسنی ایکس) له لارې له رسنیو سره په اړیکه کې و، خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په کابل کې په خپل لومړي رسمي خبري کنفرانس کې د کامرو مخې ته راښکاره شو.

هغه له ۲۰۰۷ کال راهیسې او د پخواني ویاند محمد حنیف له نیول کېدو وروسته د طالبانو د رسمي ویاند په توګه دنده پیل کړې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply