سمېع سادات پخوانیو افغان ځواکونو ته دوه اونۍ وخت ورکړ

2 Min Read

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام لوړپوړی نظامي چارواکی او د متحدې جبهې مشر، جنرال سمیع سادات پخوانیو افغان ځواکونو ته پنڅلس ورځې(دوه اونۍ) وخت ورکړ چې د طالبانو له لیکو ووځي.

سادات خبرداری ورکړی چې تر دوه اونۍ وروسته له طالبانو سره همکار کسان به د پوځي اهدافو په نوملړ کې شامل شي.

سادات دغه څرګندونې د افغان او امریکايي سرتېرو په درېیمه غونډه کې وکړې او ویې وویل، جبهې د هغه پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه معلومات راټول کړي چې اوس له طالبانو سره همکاري کوي او د دوی د اوسېدو ځای، د کار ځای او د فعالیت له څرنګوالي څخه خبر دي..

سادات پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب وویل: “زه تاسو ته ۱۵ ورځې وخت درکوم چې له دغه فاسد او مستبد طالب رژیم څخه ووځئ. تر یادې مودې وروسته هغه کسان چې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي؛ د دغه جبهې د عملیاتو مشروع هدف به وګرځي.”

هغه په ځانګړې توګه د پخوانیو پیلوټانو، مسلکي انجنیرانو، بریدملانو او تخنیکي پرسونل نومونه واخیستل او ویې ویل چې دا کسان اوس د طالبانو سیستمونه او تجهیزات اداره کوي.

سادات زیاتوي، ښايي یوه ورځ د طالبانو ځینې جنګیالي وبخښل شي؛ خو هغه پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته د طالبانو له ډلې سره یوځای شوي او له یادې ډلې سره یې همکاري کړې، د بخښنې وړ نه‌دي.

سادات وویل، هغه کسان چې پخوا یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یونیفورم اغوستی او اوس طالبانو ته پوځي یا تخنیکي خدمتونه وړاندې کوي د خپلو انتخابونو د پایلو مسوول به خپله وي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply