هلمند کې یوې قابلې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژلی

1 Min Read

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یوې قابلې کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژلی.

د هلمند لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، دې مېرمنې له خپل مېړه سره کورنۍ ستونزې لرلې او څو ځله له تاوتریخوالي سره هم مخ شوې وه.

د طالبانو په خبره، د ښځې مېړه نیول شوی او د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د مسلکي ښځینه کارکوونکو او ډاکټرانو کمښت مېرمنو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کول له خنډ سره مخ کړي دي.

دغه راز د نجونو پر لوړو او مسلکي زده کړو بندیزونو د راتلونکو ښځینه روغتیايي کدرونو روزنه په بې ساري توګه اغېزمنه کړې ده.

په لرو پرتو او کلیوالو سیمو کې ښځې روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو ته هېڅ یا ډېر محدود لاسرسی لري او د بودیجې د کمښت او نورو ستونزو له امله د ځینو روغتیايي کلینیکونو تړل کېدل وضعیت نور هم خراب کړی دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply