د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد په ملي شورا کې د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د اغزن تار لګولو او د امنیتي زېربناوو د پیاوړتیا دفاع وکړه.
هغه وویل چې د پولې د ټینګښت لپاره شوي لګښتونه د پاکستان د وګړو د ژوند د ساتنې لپاره اړین اقدامات دي.
شریف دغه تدابیر د ملي امنیت د پراخې ستراتېژۍ برخه وبلله او زیاته یې کړه چې د ډیورنډ کرښې پیاوړتیا د ګواښونو د مخنیوي لپاره ضروري ده.
هغه څرګنده کړه چې په دې اړه بېلابېل نظرونه د درناوي وړ دي، خو حکومت مسوولیت لري چې امنیت تضمین کړي.
د پاکستان لومړي وزیر دغه څرګندونې د اپوزیسیون د مشر، محمود خان اڅکزي د خبرو په ځواب کې وکړې.
اڅکزي د ملي شورا په غونډه کې وویل چې د ډیورنډ کرښه د پولې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه سره بېلوي او ټولنیزې او بشري پایلې لري.
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان سره د نږدې دوه زره کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د اغزن تار، کمرې او نورو څارنیزو زېربناوو لپاره د میلیاردونو لګښتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه اقدامات د ناقانونه اوښتو رااوښتو د کمولو او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره طرحه شوي دي.
شریف زیاته کړه چې که دغه اقدامات د یوه وګړي، په ځانګړي ډول د یوه ماشوم، ژوند هم وژغوري، نو دغه لګښتونه به د توجیه وړ وي.