له افغانستانه بهر افغان خبریال او شنونکی، سمېع یوسفزی وايي٬ د افغانستان ۹۰ سلنه خلک له طالبانو ناراضه دي.
سمیع یوسفزي وویل: “د افغانستان ۹۰ سلنه خلک له طالبانو ناراضه دي، خو دا چې پاڅون نه کوي بدیل نه لري.”
د هغه په وینا، بدخشان کې د یو ځایي قوماندان(جمعه خان فاتح) مخالفت د طالبانو پر وړاندې د مخالفتونو یو پیل و.
نوموړی زیاتوي، طالبانو ته په کار ده چې په خپلو پالیسیو کې لازم بدلونونه راولي ګنې وضعیت به له دې هم خراب شي.
ورته مهال د نجونو په منځنیو او پوهنتوني زده کړو د بندیز او د ښځو پر کار او تګ راتګ د محدودیتونو له امله د ولس لویه برخه (په ځانګړې توګه په ښارونو کې) سخت ناخوښه ده.
دغه راز، په ټولنه کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د پلي کېدو سختي، د خلکو پر شخصي ژوند (لکه ږیره، جامې او د موسیقۍ بندیز) د فشار لامل شوې ده.
په همدې حال کې د نړیوالو بندیزونو، د شتمنیو د کنګل کېدو او د بهرنیو مرستو د کموالي له امله د هېواد اقتصاد د پام وړ کمزوری شوی.
که څه هم طالبانو د بیارغونې ځینې لویې پروژې او د عوایدو راټولول مدیریت کړي، خو په هېواد کې بېکاري، بېوزلي او د پوهو ځوانانو تېښته د ولس او حکومت په اړیکو منفي اغېز کړی دی.
په لویو ښارونو کې (لکه کابل، هرات، مزار) د منځنۍ طبقې او باسواده ولس هیلې له منځه تللي او د سیاسي او کلتوري ازادیو د نشتوالي له امله د حکومت او ولس ترمنځ د پردېوالۍ احساس لیدل کېږي.
د افغان ولس یوه لویه غوښتنه د داسې حکومت جوړېدل دي چې د ټولو قومونو او پرګنو استازیتوب وکړي. اوسنی حکومت تر ډېره د طالبانو د خپلو غړو لخوا اداره کېږي، چې له امله یې عام خلک ځانونه په پرېکړو کې بېبرخې ګڼي.
د داعش (خراسان څانګې) غلچکي بریدونه او د طالبانو د استخباراتو لخوا د پخوانيو سرتېرو او منتقدینو نیول، لا هم په خلکو کې د وېره او ناسم ډاډ احساس رامنځته کوي.