نبیل محسني ته: له استبداد سره ولاړ یئ

4 Min Read

د افغان ښځو وضعیت په اړه د موبي ګروپ(طلوع‌نیوز) د مشر سعد مُحسني وروستیو څرګندونو په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

د ملي امنیت پخواني رييس، رحمت‌الله نبیل هغه ته په خطاب کې ویلي، په جمهوريت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ.

مُحسني په دې رووستیو ورځو کې د برېتانیا ملي کتابتون کې په یوې غونډه کې ویلي، په افغانستان او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د ښځو وضعیت د جمهوریت له دورې سره چندانې توپیر نه‌لري.

هغه ویلي: “که کابل ته لاړې شئ، هر څه عادي په نظر راځي. ښځې کولای شي په یوازې سر له کوره بهر ووځي، اړې نه‌دي، چې خپل مخونه پټ کړي. هغوی کولی شي موټر وچلوي. په ځينو سیمو کې فضا یو څه محدوده ده، خو په لویو ښارونو کې احتمالاً وضعیت له جمهوریت سره چندانې توپیر نه‌لري.”

رحمت‌الله نبیل، سعد محسني ته ویلي، چې تا د امریکا د مالیه ورکوونکو په پیسو رسنۍ جوړه کړه او په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال له باج اخیستنې سربېره ځواکمن شوئ او پیسې مو پیدا کړې، خو نن په ډېر وقاحت او بې‌پروایۍ د داسې یوې ډلې سپيناوی کوئ چې د جمهوریت مهال ټول ارزښتونه یې له‌منځه وړي دي.

هغه زیاته کړې، هېڅ روایت او تبلیغات نه‌شي کولی چې په افغانستان کې شرموونکی وضعیت چې پر بنسټ یې میلیونونه ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له ازادانه حضور څخه محرومې دي، پټ کړي.

نوموړي د پوښتنې په توګه مطرح کړې، که چېرې په افغانستان کې واقعاً وضعیت عادي وي، نو ولې نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې دي؟ ولې ښځې د کار او خپلواکه ژوند حق نه‌لري؟ ولې زرګونه ځوانان د هېواد په پرېښودو کې خپله راتلونکې لټوي؟ ولې ازادې رسنۍ چوپ شوي؟ او ولې کوچنۍ نیوکه په ګواښلو سره ځوابېږي؟

رحمت‌الله نبیل د همدې په دوام سره په ډاګه کړې: “په څو سپارښتي مرکو، څو جهت لرونکي راپورونه او څو تبلیغاتي روایتونو واقعیت نه‌شئ بدلولئ. تر دې ټولو د تاسف ځای دا دی، چې ځینې هغه کسان چې یو وخت یې د جمهوریت اود بیان ازادۍ له نوم او د نړیوالې ټولنې له ملاتړ څخه ډوډۍ، اعتبار او شتمني ترلاسه کوله، نن د استبداد د مدافعانو په لیکه کې ولاړ دي. هغوی د قربانیانو تر څنګ د درېدو، د حقیقت د دفاع او له خلکو سره د همغږۍ پر ځای غوره ګڼلې ده، چې واقعیت د خپلو شخصي ګټو، مصلحت او واک ته د نږدې کېدو قرباني کړي.”

د نبیل په وینا، افغان ولس به هغه کسان هېڅکله هم هېر نه‌کړي چې په سختو ورځو کې څوک د خلکو او څوک د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د ظالمانو تر څنګ ودرېدل او په باور یې، تاریخ به هم په پای کې د هغو کسانو ترمنځ چې حقیقت یې ووایه او د هغو چې حقیقت یې وپلوره، قضاوت وکړي.

سعد محسني دغو نیوکو ته په غبرګون کې تازه ویلي: “زما بشپړه مرکه نه ده خپره شوې او په هغو څرګندونو کې مې ډېرې نیوکې کړې دي “.

هغه دغه راز ویلي، نیوکه کوونکو د هغه له خبرو ناسمه اخیستنه کړې او په ټينګار سره یې ویلي، د افغانستان وضعیت تور او سپین نه‌دي.

نوموړي وویل، خلکو په افغانستان کې د بېلابېلو رژیمونو پر وړاندې پاڅونونه کړي او احتمالاً دا رژیم طالبان به هم ناکام شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply