راپور: د افغانستان په سویل کې یوازې درې ښځینه ډاکټرانې پاتې

3 Min Read

له افغانستان څخه بهر یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان په کندهار، ارزګان او نورو سویلي ولایتونو کې د متخصصو ښځینه ډاکترانو کمښت د ښځینه ناروغانو د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې یوه جدي ستونزه ګرځېدلې او دمګړۍ په دې سیمو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکترانې پاتې دي.

راپور کې راغلي، په هلمند، زابل او ارزګان کې هیڅ متخصصه ښځینه ډاکتره نه‌شته، خو پخوا دغلته درې کاله وړاندې په کندهار ولایت کې ۴۱ ښځینه متخصصې ډاکترانې ثبت شوې وې.

یوه سرچینه وایي: دا مهال په کندهار کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې کار کوي؛ خو له دې ډلې یوه یې ډېری وخت په کندهار کې نه وي. د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ یوشمېر نورې ښځینه روغتیايي کارکوونکې لکه قابلې، روغتیاپالې او نورې مسلکي ښځې هم د سختو شرایطو له امله له خپلو دندو لرې پاتې شوې دي.“

ویل کېږي، که څه هم په تېر کې هغه مهال په ولسوالیو کې جګړې روانې وې او د ناامنیو له امله د تګ‌راتګ ستونزې خورا ډېرې وې؛ خو په ښارونو او نسبتاً خوندي سیمو کې ډېری روغتیايي کارکوونکو خپلې دندې ترسره کولې.

په راپور کې دغه راز راغلي، د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه، له هېواده د مسلکي ښځینه ډاکټرانو وتل، د کار سخت شرایط او په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت محدودېدل د ښځینه روغتیايي ځواک د کمېدو لامل شوي دي.

د سویلي ولایتونو اوسېدونکي وایي، که څه هم په ښارونو کې د ښځینه متخصصو ډاکترانو شمېر کم شوی؛ خو په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې وضعیت تر دې هم کړکېچن دی. د دوی په وینا، په ډېرو ولسوالیو کې نه متخصصه ښځینه ډاکتره شته او نه هم د ښځینه ناروغانو لپاره کافي عمومي ډاکترانې، قابلې او نورې روغتیايي کارکوونکې.

د سویلي ولایتونو اوسېدونکي او روغتیايي سرچینې وایي، په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د زده‌کړې او کار په برخه کې محدودیتونو د ښځینه روغتیايي ځواک پر وضعیت مستقیم اغېز کړی دی.

د نجونو پر منځنۍ زده‌کړو له محدودیتونو وروسته د ښځینه محصلینو لپاره پوهنتونونو ته د تګ مخه ونیول شوه او وروسته د ښځینه طبي زده‌کړو او مسلکي روغتیايي روزنې لارې هم له جدي محدودیتونو سره مخ شوې.

د روغتیايي سرچینو په وینا، د دغه وضعیت له امله د راتلونکو کلونو لپاره د ښځینه ډاکټرانو، قابلو، نرسانو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې راپورونو هم په بېلابېلو وختونو کې خبرداری ورکړی، چې د ښځو د طبي زده‌کړې محدودول د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د راتلونکي کمښت ګواښ زیاتوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply