راپورونه وايي، د طالبانو عدلیې وزیر، عبدالحکیم شرعي د شمشاد خصوصي ټلوېزیون مسوولانو ته ویلي، د ټلوېزیون ودانۍ دولتي ده او دوی ته یې وسپاري.
عبدالحکیم شرعي د شمشاد ټلوېزیون پر بنسټګر، فضل کریم فضل فشار راوړی څو ودانۍ تخلیه کړي.
ورته مهال په شمشاد ټلوېزیون کې سرچینو وویل، څه موده کېږي د ټلوېزیون ودانۍ ځینې برخې د طالبانو کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي.
د طالبانو د عدلیې وزیر د شمشاد ټلوېزیون یوه دروازه او په دې ځمکه کې جوړ شوي دوکانونه بند کړي دي.
د ټلوېزیون ودانۍ په تېر جمهوریت کې د عمر ماین پاکۍ موسسې ته په ۳۰ کاله قرارداد ور کړل شوې وه، خو فضل کریم فضل د ودانۍ دننه ټلوېزیون او په وروستیو کلونو کې یو مارکېټ هم جوړ کړی و.
د عمر ماین پاکۍ موسسې مشر، چې د شمشاد ټلوېزیون بنسټګر فضل کریم فضل دی، د تړون خلاف په ودانۍ کې ټلوېزیون او دوکانونه جوړ کړي دي.
د طالبانو د عدلیې وزیر د شمشاد بنسټګر فضل کریم فضل وزارت ته غوښتی و او ور ته ویلي یې دي چې د عمر موسسې ځمکه ور وسپاري.
د شمشاد ټلوېزیون یو تن مسوول ته په خبرو کې دا مسله رد کړه او ویې ویل، چې داسې څه نه شته.